روسيه د صربستان او کوسوو تر منځ د نورو خبرو کولو يوه مسوده وړاندي کړه
۱۳۸۶ آذر ۲۲, پنجشنبهاعلان
په ملګروملتونو کي د روسيې سفير ويتالي چورکين د صربستان او کوسوو البانيايانو ترمنځ د نورو خبرو کولو يوه مسوده وړاندي کړه. خو د متحده ايالاتو او برتانيې سفيرانو بيا برعکس اعلام وکی، چي د خبرو کولو او معاملې وخت تيرسوی دی. د څو مياشتو راهيسي د دواړو خواو ترمنځ په خبرو اتروکی کم پرمختګ نه دی راغلی. روسيه په دې شخړه کي د صربستان د حکومت ملاتړکوي، چي د کوسوو استقلال په شدت سره ردوي.