1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه:په افغانستان کي د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې پرته ثبات راتلل نا ممکن دي

۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبه

د روسيې د دوما يا پارلمان رييس وايي چي ناټو په افغانستان کي و نه سوای کولای چي هغه ثبات راولي لکه څنګه چي نړيوالي ټولني د هغوﺉ څخه تمه درلوده.

https://p.dw.com/p/OQuR
د روسيې پارلمان
د روسيې پارلمانانځور: AP

باريس ګريزلوف وويل چي څو کاله د مخه موږ همېشه د لوېديځوالو په وينا کي په لوړ آواز په هغه هيواد کي د ديموکراسۍ د پلي کولو او برياو خبري اورېدې ولي خو هغسي نه ول.

هغه تيره ورځ د کابل کنفرانس په تړاو وويل چي د ويناو پر ځای بايد په هغه هيواد کي د ثبات راوستلو، امنيت ساتلو او په اقتصادي وده کي کار وسي.

د روسيې د پارلمان مشر د بهرنيو اړيکو جرګه ګۍ ته په وينا کي وويل چي د مثال په توګه موږ وينو چي ناټو ځواکونه په افغانستان کي و نه سوای کولای چي هغسي ثبات راولي لکه نړيوالو چي تمي ځني درلودې.

د هغه په خبره د روسيې د يو شمېر متحدينو لخوا ډيرو سترو ستونزوته هيڅ پاملرنه نه کېده. لکه د مخدره موادوګواښ ته.

ګريزلوف وويل چي د ۲۰۰۱ لومړي ميلادي کال را پدېخوا د نشه يي موادو په توليد کي تر ۴۰ ځله ډير زياتوالی راغلی دی چي دا پخپله ددې مانا لري چي «ناټو ځواکونو هلته هيڅ نه دي کړي، بلکي دايې لاهم کړي چي د مخدره موادو د کر او توليد په برخه کي سترګي پټي کړي دي.»

هغه وويل: «که چا غوښتل چي د مخدره موادو پر راکړه ورکړه باندي سترګي پټي او د تروريزم سره په مبارزه کي بريالی سي نو دې بې مسووليتي ستراتيژۍ سخته ماته زغملې ده»

نشه يي مواد د هغه هيواد د اقتصادي پياوړتيابرخه نه ده چي وکولای سي د وګړو په اقتصادي ژوند کي ګټور تمام سي.

ګريزلوف وويل ددغه ناوړه کرارو بار نتجه يوازي او يوازي د اداري فساد، اجتماعي او اقتصادي کمزورۍ او نوو ترورستي بريدونو هغه که په افغانستان کي وي که د باندي پياوړتياده.

ag/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم