د IAEA او تهران تر منځ د جنورۍ په میاشت کي بیا خبري پیلیږي
۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعهاعلان
د اتومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA) به د راتلونکي کال د جنوري د میاشتې په نیمايی کي بیا په تهران کي د ايران د لانجمن اتومي پروګرام په اړه سره خبري وکړي. د ايراني رسنیو په حواله د دغه هیواد د اتومي انرژۍ د ادارې استازي علي اصغر سلطانيه، د پنجشنبې په ماښام په تهران کي وویل چی د خبرو دغه دوره د جنورۍ پر ۱۶ پلان سوې ده.
سلطانيه همدارنګه وویل چي د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د پنجشنبې د ورځي په خبرو کي پرمختګ راغلی دی. د هغه په وینا بحثونه جوړونکي او مثبت وو. پر ايران باندي تور لګول کیږي چي د سوله یيز اتومي پروګرام تر نامه لاندي په پټه سره اتومي وسلې جوړوي، خو ایران بیا دغه ادعا ردوي.