د 5000 عراقي مهاجرينو څخه جرمني 2500 مهاجرين مني
۱۳۸۷ اسفند ۸, پنجشنبهپه بروکسل کي د ډيپلوماتيکو سرچينو په حواله تر اوسه پوري د اروپايي اتحاد 27غړو هيوادو يوازي د 5000 عراقيانو د منلو وعده ورکړېده .
جرمني غواړي په اول سر کښي 2500 عراقي مهاجرين ومني ،خاصتاً هغه چه په سوريه او اُردن کښي يې په مؤقتي ډول د تشدد او زور د بيري څخه پناه اخيستې ده .
لمړی هغه عراقيان چه جرمني يې د منلو دپاره تياری ښيي ،په اوس وخت کښي انتخابيږي ،او په مارچ کښي به راسي .
د ملګرو ملتو د مهاجرينو عالي کميساري د اروپايي ټولني د 25 غړو هيوادو څخه غوښتي دي ،چه 10000 عراقي مهاجرين ومني .
انتظار کيږي چه هغه اروپايي هيوادونه چه تر اوسه پوري يې ډير عراقي مهاجرين منلي دي ، لکه سويډن او انګلستان به په آينده کي هم ډير عراقيان ومني .
په 2007 او 2008کالو کښي سويډن 1200، انګلستان 1000، فرانسې 500،هالينډ 400 او ډنمارک 300 عراقي مهاجرين منلي وه .
د اروپايي ټولني 27 غړي هيوادونه نن پنجشنبه غواړي ،چه ددغه پرابلم په باب سلا مشورې سره وکي .
الا سادون د څو مياشتو راهيسي په جرمني کښي اوسيږي ،او ډير خوشاله دي .
په عراق کي ده د ژورنالسټانو دپاره کار کاوه ،ترجمان ؤ،او ريسرج يې کاوه ،چه پدې خاطر ورسره تندلارو دښمني کوله ،
دی وايي ،
« دا زما دپاره ډير خطرناکه ؤ ،او کيداي سواي زه وژل سوی وای ،جرمني ما او زما کوچنيان وژغورل . دا يو بشري کومک دي . »
د ملګرو ملتو د مهاجرينود عالي کميسارۍ د معلوماتو پر اساس په اوس وخت کښي په مجموع کي په سوريه او اُردن کښي 75000 عراقي مهاجرين ژوند کوي ،چه بيرته خپل هيوادو ته نسي تلاي . په هغو کښي عيسويان ،تر سياسي تعقيب لاندي کسان او ښځي شاملي دي .
داروپايي ټولني دمهاجرينو دمنلو صندوق چه فعلأ 10مليونه ايرو لري ،هر هغه هيواد ته چه يو مهاجر مني ،4000 ايرو ورکوي .
خو جرمني ته د عراقيانو راتګ آسانه هم ندی ،او هريو بايد ډيرو پوښتو ته جواب ووايي . دلته د راتګ شرطونه دادی ،چه مثلأ دوی ددغه هيواد په يوې اقليت مذهبي فرقې پوري اړه ولري ،يا مندي په يوازي ډول کوچنيان تربيه کوي .
کله چه دوي جرمني ته راسي ،پسله 15 ورځو ورته د ژبي کورسونه شروع کيږي ،او په 16 آيالتو کښي تقسيميږي .