د 2010 کال د ايډس کنفرانس بيله ډيري بريا څخه پای ته ورسيدی
۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعهپه ځانکړي ډول يي د نړيوالو پام ځانته رااړولی ؤ . خو د غونډي له سالون څخه دباندي د ايډز د مرض پر ضد د فعالينو لاريونونو او مظاهرو دغه کنفرانس ته يو بله بڼه ورکړه .
د شپږو ورځو د کنفرانس په ترڅ کي مرستندويه سازمانو هره ورځ اعتصابونه کول . خو ښايي تاسي پوښتنه وکړی چي اعتصاب د څه لپاره؟
اعتصاب کونکو همدا نعرې وهلې چي يواځي له کنفرانسونو او په هغو کي د تشريفاتي خبرو څخه څه نه جوړيږي، بلکه د HIV د ويروس پر ضد بايد عملاً مبارزه وشي . هغوی غوښتنه کوله چي هغه کسان چي په دغه ويروس اخته شوي دي، هغوی ته بايد د يوه ناروغ په سترګه وکتل، هغوی بايد د حقونو خاوندان شي، د جنسي ناوړه استفادو مخه دي ونيوله شي او د نړی دولتونه دي د ايدز د ناروغانو د درملني لپاره ډيري پيسي په مصرف ورسوي .
يوه اعتصاب کونکی چي پخپله په ايدس اخته دی، وويل:
«مونږ کولای شو چي پر ايدز غلبه پيدا کړو . دا يواځي ښايسته خيال نه دی، دا يو واقعيت دی . مونږ يواځي د حکومتونو اراده غواړو چي په دې لار کي يې وښيي . په اوس وخت کي دوی په ايدس باندی د اخته کسانو پر ضد جګړه پر مخ بيايي .»
په کنفرانس کي ډيرو طبيبانو او مشهورو وينا کونکو له اعتصاب کونکو سره د موافقت سره وښوراوه . د امريکا د متحده ايالاتو پخواني جمهور رييس بيل کلينتن وويل ، رښتيا هم پرته له دې چي حکومتونه ډيري پيسې مصرف کړي، پر ايدز باندي لاس برتوب ممکن نه دی . سربيره پر دې اوسنی مالي منابع بايد په يوبل شکل سره وويشل شي . ده وويل،
« ددغي ساري ناجوړۍ څخه ځان ژغورلی نسو، مګر دا چي له پيسو تير ، او نوري لاري چاري ولټوو.»
د ايدز د نړيوال کنفرانس په ترڅ کي د آلمان د حکومت د ايدز ضد پر پاليسی باندي هم نيوکي وشول . ډيرو سازمانونو ادعا وکړه چي د جرمني د پرمختيايي مرستو وزارت غواړي چي په راتلونکو کلونو کي د مرستي په نړيوال وجهي صندوق کي خپله ونډه يو پر دريمه کمه کړي .
دغه وجهي صندوق د ايدز د ناروغی پرضد د مبارزې لپاره يو مهمه مالي سرچينه بلل کيږي .
د بې سرحده ډاکترانو د نړيوال سازمان څخه، اوليور مولدنهاور په دغو پيسو کي د کموالي تصميم د زغملو وړ نه ګڼي ،او وايي،
«دا هغه څه دي چي آلمان په دې برخه کي ځان تجريدوي . دا ښه نه دی چي په ډيره پيمانه دي پيسۍ راکمي شي . مونږ د آلمان د دې تصميم سخت مخالف يو. مونږ به خپل فشار زيات کړو چي آلمان په خپل تصميم کي تغيرراولي .»
دغسي يو سخته نيوکه د اتريش پر حکومت هم وشوه . دغه حکومت يواځي يو وار د ايدز د ناروغۍ پر ضد د مرستي په صندوق کي پيسي اچولي دي .
د ايدز په کنفرانس کي همدا راز درمل جوړونکو طبيبانو ځيني نوي دواوي برخه والو ته ور وپيژندلې . د هغوی په جمله کي د جنوبي افريقا څيړونکو يو ملهم معرفي کړل چي د هغه په مرسته ښځي کولای شي د HIV د ويروس خطر په سلو کي 39 راکم کړي .
ډيری کارپوهان دا يو لوی برياليتوب بولي . خو د ايدز د ويروس مرستياله کشف کونکې، او د نوبل د طب د جايزي ګټونکې، Francoise Barre- Sinoussi په دې هکله لا تر اوسه پوري هم شک لري .
اوليور/ باري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري