د 16 هيوادونو ددفاع وزيران د افغانستان په اړه غونډه کوي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۱, سهشنبهد آلمان د دفاع د وزيرکارل تېودور څو ګوتنبيرګ په مشرۍ ددې غونډي اصلي هدف دا دی چي«د ګډ ماموريت د تداوم په برخه کي يو ښکاره پیغام ولري.»
د افغانستان په شمال کي 16 هيوادونه د نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک په چوکاټ کي ماموريت تر سره کوي، چي قومانده يې د المان په غاړه ده.
د جرمني پارلمان د فبرورۍ په مياشت کي په افغانستان کي د خپل پوځ د ماموريت ونډه 5350 تنو عسکرو ته لوړه کړه.
په دغه غونډه کي د ناټو، اروپايي ټولني او د افغانستان څخه راغلي استازي هم ګډون کوي.
د جرمني د دفاع وزير د«فوکوس» مجلې سره په يوه مرکه کي ويلي: « په افغانستان کي وضع خطرناکه ايسي او له کبله يې د آلمان اردو په لا ښو تجهيزاتو سمباليږي. د زغره والو توپونو تر څنګ به 15«ماردر» نومي ټانکونه، د پلونو د جوړولو ټانکونه او لوژيستيکي شوبلي هم افغانستان ته ولېږل سي.»
ګوتنبيرګ زياته کړې، چي د دفاعي چارو بودجه به د سپما د هلو ځلو د اړخه د پخوانيو پلاونو خلاف ډېره نه اغېزمنه کيږي. د آلمان اردو په عمومي صورت وسلې نه ډېروي، بلکي «په سيمه کي د اړتيا له امله« اوس غبرګون ښکاره کوي. په نورو سيمو کې ټانکونو ته اړتيا نه ليدل کيږي، خو بايد چي « ملکي هلي ځلي» لوړي سي.
د هغه په خبره بايد«د سرتيرو د ژغورلو په برخه کي اړين ترتيبات ونيول سي.« داسي نه سي کيدای چي د پيسو د قلت او ارقامو د سنجش له کبله اړين کارونه تر سره نه سي.
په افغانستان کي د اپريل په مياشت کي اووه تنه آلماني سرتېري ووژل سول. دغه راز د«شپيګل» مجلې د يوې مقالې له مخه د جرمني پوځ د2009 کال د سپټمبر د څلريمي نېټې د هوايي بريد ملکي قربانيانو ته د تاوان ورکولو په برخه کې هم دقيق وړانديزونه وکړل.
د «شپيګل» مجلې د خبر د مخه د آلمان پوځ غواړي د ملکي قربانيانو خپلوانو ته د هر مړي پر سر تقريبا4000 يورو تاوان ورکړي. د څلور لکو يورو په شاوخوا کي دغه تاوانونه به «پرته له دې چي يو حقوقي مکلفيت وګڼل سي» ورکړل سي.
DPA/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل