د ۸ ولسواليو امنيتي مسؤليت محلي پوليسو ته سپارل کيږي
۱۳۸۹ مهر ۴, یکشنبهد وزارت د چارواکو په خبره محلي پوليس به هم خپل يو خاص يونيفورم ولري او د کورنيو چارو وزارت لخوا به هغوی ته د مياشتي۷۰۰۰ افغاني معاش او سلاوي او مهمات به ورکړل کيږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يکشنبې په ورځ په يوه خبره غونډه کي وويل چي «دغه پوليس د ولسمشر حامد کرزي په ځانګړي فرمان سره جوړ سوي او د هغوی د جوړولو لومړی پړاو پيل سوی.»
د کورنيو چارو وزارت په پلان کي لري چي په ټول افغانستان کي شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنه محلي پوليس جلب و جذب کړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر دې اقدام باندي چي محلي پوليس به د خپلو محلاتو ساتنه وکړي کارپوهانو سختي نيوکي کړي. د هغوی په خبره ددې پر ځای چي دغه وسلوال امنيت ټنګړي د ټول د سر درد به وګړځي.
زمری بشري وايي چي دغه پوليس به په هغه سيمو کي ځای پر ځای کړي چي د طالبانو لخوا ډير خطر ورته متوجه دی.
د کورنيو چارو وزارت په خبره په لومړی سر کي به د روزګان ولايت په ګيزاب او خاص روزګان، د پکتيکا ولايت په برمل، د هرات ولايت په شنډنډ، د پکتيا ولايت په دند پټان او زازي، د کندهار ولايت په ارغنداب او د فراه ولايت په پشت رود ولسواليو کي امنيتي مسوليت محلي پوليسو ته وسپارل سي.
د بشري په خبره د محلي پوليسو د جلب او جذب او روزني د پاره په ولسواليو کي چاري پيل سوي او ډير ژر به هغوی ته تجهيزات ورکړل سي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چي د محلي او ملي پوليسو د کار ډول متفاوت دی، لکه څنګه چي د ملي پوليسو دنده د عامه نظم او امنيت ساتل دي د محلي پوليسو دنده يوازي په کلو او بانډو کي د طالبانو د تخريب کاريو څخه د فاع کول دي.
د بشري په خبره محلي پوليس هيڅ کله هم ملېښه نه دي او په قانوني توګه فعاليت کوي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل