د کوچيانو لپاره ښوونځی جوړيږي
۱۳۸۸ آذر ۲۲, یکشنبهد دغو کوچيانو شميره چې زرهاوو تنو ته رسيږي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي د روغتيايي کلينيکونو نشتوالی ، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی ، د سړکونو خرابوالی او ځينې نورهغه ستونزې دي چې د نوموړې سيمې کوچيان د دغو ستونزو د شتون له ا مله رنځ وړي .
د پوهنې وزارت د کوچي اباد د سيمې د اوسيدونکو د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه کړيده او د دوی لپاره يې د حاجي شمالي خان د منځني ښوونځي له منظورولو څخه وروسته د نوموړي ښوونځي لپاره د يوې ودانۍ د جوړولو کار پيل کړی .
د حإجي شمالي خان د منځني ښوونځي د ودانۍ مالي لګښت اتيا رزو ډالرو ته رسيږي چې د پوهنې وزارت د ايکويپ يا د کيفيت د لوړولو د پروګرام لخوا ورکول کيږي . دغه ودانۍ چې په پاخه او اساسي ډول ودانيږي د لوست اته خونې او اداري خونې لري . د نوموړې ودانۍ په جوړيدو سره به ګڼ شمير کوچي ماشومان او نوي ځوانان په دغه ښوونځي کې تر ښوونې او روزنې لاندې ونيول شي . د کوچې اباد د کلي اوسيدونکي چې د هر ډول ټولنيزو خدمتونو څخه بې برخې پاتې شويدي د دغې ودانۍ له جوړيدو څخه خوشاله بريښي . د کوچې اباد د کلي يو تن اوسيدونکی وايي چې : کوچيانو لپاره د ښوونځي د جوړيدو ډيره اړتيا ليدل کيږي ځکه کوچيان د سواد او ليک لوست څخه بې برخې پاتې شويدي .
د کابل ولايت د پوهنې رييس محمد جعفر ساطع وايي چې : دغه ښوونځی د کوچيانو د وړانديز او د پوهنې وزارت د پاملرنې په اساس ودانيږي.
کوچيان چې د افغاني ټولنې يوه وروسته پاتې برخه جوړوي له ډيرو پخوانيو کلونو راهيسې له هر ډول ټولنيز ، اقتصادي او فرهنګي پرمختياوو څخه بې برخې پاتې شويدي په ځانګړي توګه د سواد زده کړې په برخه کې په ټوليزه توګه څه د پاسه پنځه نوي سلنه کوچيان په ليک لوست نه پوهيږي .
په هيواد کې د بيارغونې د بهير له پيل څخه وروسته په سل هاوه زره کوچيان چې د کوچي توب ژوند تيروي او يا هم په ځينو ولايتونو کې ميشت شويدي دوی پخپله د پوهنې او ليک لوست په مهموالي پوه شوياو ليواله دي چې وروسته لدې څخه د دوی ماشومان ليک لوست وکړي هان دوی دې ته هم چمتو شوي دي چې نجونې هم ښوونځي ووايي ، دا پخپله د کوچيانو په ژوند کې يو ستر بدلون دی چې له فکري پلوه په دوی کې رامنځ ته شوی .
شيرمحمد احمدزی چې د کوچي اباد د کلي اوسيدونکی دی د حإجي شمالي د ښوونځي لپاره د ودانۍ له جوړيدو څخه هرکلی کوي او وايي چې : د ودانۍ د جوړيدو کارونه بايد ګړندي شي او د واورې له ريدو څخه د مخه بايد کارونه يې بشپړ شي . دی وايي چې : د ښوونځي په جوړيدو سره به کوچيان پرمختګ وکړي او د دوی ماشومان به هم په ښوونځي کې په شامليدو سره يو نوی ژوند پيل کړي .
د کارپوهانو په اند که چيرې دولت د کوچيانو د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي او د دوی لپاره د ګرځنده او ثابتو ښوونځيو د جوړولو په برخه کې ډيره پاملړنه وکړي په راتلونکي کې به تحصيل کړي کوچې ځوانان ټولنې ته وړاندې شي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل