د کولمیا د سولې خبرې روانې دي
۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبهاعلان
د کولمبیا دولت او د دې هیواد یوه چپي مخالفه ډله اوس په اوسلو کې په خبرو اترو بوخت دي. دغه مخالفه ډله FARC نومیږي.
ناروي او کیوبا د دغو خبرو منځګړیتوب کوي. د خبرو اترو په اجندا کې د نومړې ډلې له خوا له وسلو څخه لاس اخیستل هم شامل دي. د خبرو نورې موضوعګانې د ځمکې مالکیت او د مخدره توکو قاچاق دئ.
تمه کیږي چې مذاکره کوونکي به د پنجشنبې په ورځ د خپلو خبرو اترو په اړه بیانیې ورکړي.