د کوستا کانکوردا په کښتۍ کې پنځه نور جسدونه هم پیدا سول
۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعهاعلان
د ایتالیا په ساحل کې د کوستا کانکوردا، په نامه د کښتۍ تر چپه کېدو پوره دوه میاشتې وروسته اوس د وژل سوو کسانو پنځه نور جسدونه هم پیدا سول.
دغه خبره د ژغورونکي ډلې مشر فرانکو ګابرئیل، د اسنا خبري آژانس ته کړې ده. ویل کیږي چې دغه جسدونه به یو څو ورځي وروسته راویستل سي.
له دې سره نو تر اوسه پورې د قربانیانو ۳۰ جسدونه پیدا سوي دي. دوه تنه لا اوس هم لا درکه دي. د کوستا کونکوردا په نامه دغه کښتۍ د روان کال د جنوري په دېارلسمه نېټه په داسې حال کې چپه سوه چې په هغې کې څه د پاسه ۴۲۰۰ کسان سپاره ول.