د کندوز د هوايي ببماري له قربانيانو سره د آلمان مرسته
۱۳۸۹ مرداد ۱۵, جمعهپه کندوز کي د هوايي ببماري د قربانيانو د هر يوي کورني لپاره يو بانکي حساب پرانيستل شوی دی. دغه بانکي حساب ته يواځې د اړوندې کورنې غړي لاس رسې لري. د دي کار هدف دا دې چی د آلمان د پوځ له خوا منل شوي پيسي د پرديو، لکه طالبانو یا دولتي فاسدو مامورينو لاس ته ونه لويږي. د پيسي د اندازي په هکله له کورنيو سره د يو منځګړي له لاري روغه جوړه شوي ده.
په برلين کي د آلمان د دفاع وزارت څرګنده کړي چي اغيزمنو افغان کورنيو ته دغه پيسي د حقوقي تاوان په توګه نه ورکول کيږي. د هغه وزارت وياند متياز مانتي دغي مرستي ته بشري بڼه ورکړه:
«د 5000 ډالرو ورکړه يواځي د بشري خواخوږيو له امله ورکول کيږي نه دا چي حقوقی مکلفيت ومنل شي. هغه له هيڅ ډول شرط يا قيد سره تړي نه دی. مٍٍثلا، دا چی د پيښي د قربانيانو د کورنيو غړي لږ تر لږه له نظري لحاظه دا حق ولري چي د خپل آند او اټکل له مخي د پوره سر تاوان لپاره دي دعوا کړاي واي. خو داسی یو شرط نه دی منل شوی.»
د آلمان د دفاع وزارت د پخوا په څير په دي نظر دی چي د آلمان د پوځ د يو ډګروال له خوا د تير کال د سپتمر په 4 د طالبانو له خوا په کندوز کي پر دو تښتول شوو ټانکرونو باندي هوايي ببماري د ولسونو د نړيوالو حقوقو سره برابر يو عمل ؤ او په دي برخه کي د هيڅ ډول دعوا حق نه شي منل کيداي.
خو د آلمان د دفاع وزارت لا تر اوسه د کندوز د پيښې د قربانيانو له وکيلانو سره په دعوا کي بند پاتي دي. هغوي د 130 وژل شوو کسانو څخه خبري کوي او د زيات تاوان غوښتونکي دي.
د نوموړو وکيلانو له جملي څخه يو Bernhard Dokeوايي :
«هغه پيسي چي اوس د دفاع وزرات له خوا د بشري خواخوږي په خاطر ورکول کيږي، د دي معني لري چي دغه وزارت خپل غلطي نه مني. دغه 5000 ډالر د هر کورني پر سر دي ، نه دا چي د پيښي د هر قرباني شوي پر سر. مونږ د آلمان د دفاع وزارت او او له پوځ سره په خبرو اترو لګيا يو چي په دي برخه يک سمونوالي رامنح ته شي.
د پيښي د قربانيانو وکيلانو په لومړي سر کي د هر وژل شوي انسان پر سر د 33000 ډالرو غوښتنه کړی وه. خو د آلمان پوځ وايي چي هغه غواړي د سړي پر سر هومره تاوان ورکړي چي د افغانستان په دننه کي په داسي پيښو کي معمول دي.
د افغانستان د دولت يو پخواني وزير امين فرهنګ هم نيوکه کړي او يوي آلمانې ورځپانې ته ويلي دي چي د کندوز د پښسي د قربانیانو لپاره د کورني پر سر د 5000 ډالرو منل ډير ناڅيز شي دي. ډير خلک نا هيلي شول. خو د يوي آلمانی ورځپاني شترن د رپوټ له مخي په کندوز کی کورنیو بياهم د آلمان د حکومت د دي اقدام څخه هرکلي کړي او خپله خوښيي څرګنده کړی ده.
برند ګيسلر/ عبدالباري حکيم
کتونکي: نسيم صابر