د کندوز اوسيدونکي د امريکايانو په ورتگ سره خوشاله دي
۱۳۸۹ تیر ۲۲, سهشنبهد ځايي اوسېدونکو په خبره چي د نړيوالو ځواکونو په چوکا کي الماني پوځ په هغه ولايت کي د نا امنیو د راتلو مخنيوی نه دی کړی.
يو تن اوسېدونکی آصف وايي چي، المانی پوځ ځکه بې اغېزي دی چي هغه ته د بيا رغوني د يوې ډلي په سترگه کتل کيږي نه ديوه جنگي پوځ.
د نوموړي ولایت خلک اوس خوشاله دي چي، هغه ولايت ته امریکايان ورغلي دي او دوئ په خپل کلک سلوک سره کولای سی چي په نوموړي ولايت کي د طالبانو مخه و نسي.
په کندوز کي مېشت الماني عسکر هم له دې څخه نااميده دي چي، په نوموړي سيمه کي د دوئ د شپږ کلن ماموريت په دوره کي وضعه نوره هم ورځ تر بلي خرابه سوې.
ديو الماني کنډک قوماندان وايي چي، سره له هغه چي هغه سيمه چي سخته جگړه پکښي وسوله د دښمن څخه وساتو. خو عسکر نا اميده دي چي، نه يي په دوامداره توګه دښمن کمزوری کړی، او نه بريالي سوي دي چي دخپل نفوذ ساحه پراخه کړي.
پدې ډول نو دسیاست دا فورمول چي امنيت پرمختګ اوپرمختګ امنيت له ځانه سره راوړي په قندز کي سم نوو.
په کندوز کي الماني عسکر تر اوسه پوري ښخ سوي ماينونه په لاس سره خنثي کوي په داسي حال کي چي امریکايي ځواکونه د هغه د پاره ځانگړي زره پوښه وسايط لري.
ag / رحيله اميري
کتونکی.زيارمل