د کندهار د دهلې د بند او کانالونو د رغولو ژمني وسوې
۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبهکاناډا هيواد د کندهار ولايت سره د زراعت او باغدارۍ د ودي او پراختيا په موخه د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وعدې وکړي.
د کاناډا هيواد پرمختياي چارو وزيره مېرمن هوډا دکندهار څخه د ليدني پر مهال د خپل سفر په لړ کي د اوبو د بندونو او د اوبو د کانالونو د جوړوني او رغوني ژمني وکړي.
وزير د ارغنداب ولسوالۍ د سپين ږرو او بزگرو سره د ليدني کتني پر مهال د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې د بند، کانالونو او د اوبو سيسټمونه د بيا رغولو په برخه کي د مرستي وعدې وکړي.
ارغنداب دکندهار ولايت هغه ولسوالي ده چي تقريباً ټول اوسېدونکي يې په کرهڼه او مالدارۍ لگيا دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ آنار په نړيوالو بازارونو کي ډير ښه ځای لري او بهرني هيوادونه تل د هغو د واريدولو ليواله دي.
ددې ډول پروژو پلي کول نه يوازي د بې کارۍ او بې وزگارۍ، بکلي د سيمي د بې امنۍ ټغر ټولولای سي.
د ولسوالۍ د مشرانو او بزگرو په خبره د زيربنايي پروژو په پلي کېدو سره به دغه ډول زراعتي هيواد لکه افغانستان ډير ژر پر خپلو پښو و دريږي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی. زيارمل