1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کریدت څو تنه تقلبین نیول سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15Lwj

د انترنتي درغلۍ او غلا سوو بانکي کارتونو پر ضد تدابیرو په ترڅ کي، چي د امریکا د قضایی مقامونو له خوا تر لاس لاندي نیول سوې وه، په څو هیوادونو کي لږترلږه ۲۴ تنه نیول سوي دي. لکه څرنګه چي د امریکا فدرالي پولیسو خبر ورکړی دئ، دغه پلټني د هغو کسانو په مقابل کي پیل سوي دي، چي د هویت له تقلب او بانکي کارتونو له اطلاعاتو سره یې سروکار درلود. د هغوی لس تنه یوازي په متحده ایالاتو کي نیول سوي دي. د معلوماتو پر اساس په بریتانیا، جرمني، بوزنیا، بلغاریا او ناروې کي هم خلک نیول سوي دي. د نیویارک د څارنوالۍ په حواله چارواکو وکولای سول، چي د خپلو دغو پلټنو په نتیجه کي له شاوخوا ۲۰۵ میلیونه ډالره تاوان څخه مخنیوی وکړي.