د کراچي په ناآراميو کښي تر 37 اضافه انسانان مړه دي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعهد بي ګنا او بي قصوره خلکو ويني بهيږي او د مړو شمير د 37 څخه پورته او ټپيان 70 تنه ښودلى کيږي، چي ډيری يې پښتانه دي . که څه هم په ښکاره ډول دا معلومه نه ده چي دغه خلگ د چا دخوا او ولى وژل کيږي، خو د تيرو سوو خرابو پيښو په رڼا کښى دا اټکل کيږي چې دا پلا هم هغه پټ لاسونه دي چې بيا بيا په کراچي کښى حالات خرابوي .
په سياسي کړيو کښى دا ويل کيږي چې د کراچي حالات د کال 1984 راهيسي چي کله د (MQM) يعني مهاجر قامي مومنټ ، چي نوی نوم يې متحده قامي Movement دی، بنسټ ايښودل سوى دى ، حالات په تکرار سره خرابيږي .
خصوصاً د پښتو او اردو ژبو مهاجرو چي ډيرى يې هم په MQM کښى شامل دي، تر منځ خو څو څو واري خونړۍ نښتي رامنځته سوي دي، چي پيل يې په کال 1986 کښى یوى دى . د هغو څخه ځيني پيښي يې ډيري خونړۍ وې ، لکه په کال 1990 کښى چي په سلګونو خلک په کښى ووژل سول .
په کراچي کښى د يوه اټکل له مخي څلور 4 مليونو پوري پښتانه ميشته دي چي هغه د کراچي د 18 او 20 مليونو وګړو يوه لويه برخه تشکيلوي .
د دغه کړکيچ لوی علت هم دغه بلل کيږي ،ځکه چې MQM ته که څوک مخ ته راځي نو هغه يا پيپل ګوند وي او يا د ملي عوامي ګوند او پښتونخوا ملي ګوند تر بيرغونو لاندي را غونډ شوي پښتانه وي .
د دغې سياسي ډلي له خوا د کراچي پښتنو ته ډير په سپک نظر کتل کيږي او کله د افغان مهاجر کله قاچاق کونکي او مخدره مواد خرڅوونکي او په دې تيرو وختونو کښى د طالبانو او ترهګرانو لقبونه هم ورکول سوي دي .
خو بل اړخ ته په ملي ګوند د سندهـ په حکومت کښى دوى سره ملګرى هم دى چې د اوسنۍ ګډوډي په وخت کښى د ANP د پښتونخوا صوبائى حکومت نن په ښکاره ډول دا ويلي دي چي که چيري په کراچي کښى د پښتنو د وژلو لړۍ همداسي روانه وي نو دوى به د سندهـ د حکومت څخه جلا کيدو ته مجبوره سي .که څه هم نومان نه اخيستلى کيږي، خو د پښتونخوا مشران دا په ډاګه وايي چي په دغه ګډوډيو کښى د MQM د ډلي لاس دى .
د پرون راهيسي نه يوازي په کراچي کښى بلکه د بلوچستان د پښتنوپه سيمو او کوټه کښى د پښتونخوا ملي ګوند له خوا سختي مظاهرې رواني دي . هم دا ډول د ملي عوامي ګوند د مشرتابه له خوا هم مرکزي حکومت ته ګواښ وشو چي د دغه اوسنيو مرګ ژوبلو دي بشپړه پلټنه وکي .
که څه هم دا ډول نا ارامۍ پخوا هم رامنځته سوي وې ،چي ډير وخت د سياسي ګټو د ترلاسه کولو په غرض کيږي، خو د بلي خوا بيا دا ډول ناوړه پيښي په کراچي کښى پښتانه يو موټي هم ساتي چې داډول هر ډول فشار او تهديد ته تيار وي .
شاه جهان
کتونکي : محمد قاسم نوري