1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کال د پيل څخه په افغانستان کي ۱۳۲۵ ملکي وگړي وژل سوي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د شمېر له مخه سږ کال د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي کچه د ۲۰۰۹ کال د لومړی نيمايي په پرتله ۶٪ لوړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/Oez9
د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د ناګهان کلي د وروستۍ خونړۍ پيښي انځور
د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د ناګهان کلي د وروستۍ خونړۍ پيښي انځورانځور: AP

په افغانستان کي چاودنو او وسلوالو نښتو سږ کال د جنورۍ څخه بيا د جولای تر مياشتي پوري د ۱۳۲۵ ملکي وگړو ژوند اخستی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن په کابل کي ويلي دي چي دغه شمېره د تير کال د ورته وخت په پرتله ۶٪ ډيروالی ښيي.

د کمېسيون کمېټې ويلي دي چي په روان کال کي ۶۸٪ ملکي وگړي د طالبانو او د هغوئ د پلويانو لخوا وژل سوي. ۲۳٪ د ناټو او افغان ځواکونو لخوا وژل سوی. د پاته ۹٪ په اړه څه نه دي ويل سوي.

د کمېسيون په خبره يوازي ۴۳۵ تنه ملکي وگړي د ياغيانو په بمي چاودنو کي د منځه تللي دي. د ۱۲۲ تنو ژوندځانمرگو بريدو ځني اخستی او ۱۹۷ تنه د مرميو هدف گرځېدلي ياپه خطا کي وشتل سوي دي.

ag/ زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅګزی