د کابل په وسلوال بريد کي دوه تنه وژل سوې دي
۱۳۸۹ مرداد ۱۹, سهشنبهد کابل د جنایې جرمونو سره د مبارزې ریس سید عبدالغفار سید زاده د پيښې څو شیبې وروسته په سیمه کي د دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته وویل چي په دغه برید کي دوه تنه وژل شوي او یو بل کس ژوبل دی.
د عبدالغفار دوینا له مخه چي، په ځانمرګي واسکټونو سمبالو دوو برید کونکو غوښتل د تایمنیو د نهم سړک په سیمه کي د( هارت سیکیوریټې) شرکت په ودانۍ ور ننوزي خو د ودانۍ د ساتونکو له مقاومت سره مخ شول چي، یو په بل پسي یې ځانونه والوزول.
د نوموړي په ویناچي، وژل شوي دوه کسان د دغي کمپنۍ موټر چلونکي ول او دریم ژوبل کس هم د همدې دفتر ساتونکی دی.
خو دپیښي په سیمه کي عیني شاهد محمد شریف بیا وایي چي، بريدکونکو ودانۍ ته تر ننوتو مخکي د ودانۍ پر ساتونکو د سپکو وسلو ډزې وکړي او وروسته د یوې ځواکمني چاودنې غږ واوریدل شو.
یو بل تن عیني شاهد د ننۍ پیښي په اړه دويچه ويلي راډیو ته داسي وويل:
«زه په خپل کور کي ویده وم چي لومړۍ مي د سپکو وسلو ډزې واوریدې او ورپسې چاودنه وشوه، ما له پیښي څو شیبې وروسته د پولیسو رینجر ګاډې او ورپسې امبولانسونه ولیدل چي، د چاودني سیمي ته را ورسیدل، پولیسو یو جسد چي ښايي ځانمرګی به وو امبولانس ته واچاوه.»
خو د طالبانو په استازي توب ذبیح الله مجاهد چي ځان د دغي ډلي ویاندبولي، له یوه ناڅرګند ځای څخه د ټلیفون پر لیکه المان ږغ راډیو ته وویل چي دغه بریدددوی له لوري تر سره شوی دی.
مجاهد زیاته کړه چي برید د څلورو طالبانو له لوري تر سره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو یو میشت ځای وو چي، بهرنیانو ته پکښي د سر او مال دروندتاوان اوښتی دی.
دغه بريد د کابل په ښار کي په داسي حال کي تر سره شو چي همدا نن د ملګرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ په خپرولو سره د طالبانو او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ په جګړو کي د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي د ډیریدو رپوټ خپور کړ.
په رپوټ کي راغلي چي د روان کال په لومړيو شپږو میاشتوکي د تیر کال دلومړيو شپږو میاشتوپه پرتله د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي ۳۱سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: زيارمل