د کابل جلال آباد تر منځ يو بل سړک جوړيږي
۱۳۸۷ بهمن ۲۲, سهشنبهدغه سړک چې په دوه و لينونو کې جوړيږي د کابل د بت خاک او بند غازي له سيمو څخه تيريږي او د ګندمک او لته بند له لارې د جلال آباد ښارته غځيږي .
د افغانستان د ټول ګټي وزارت د چارواکو په وينا د دغه سړک د جوړيدو لپاره120مليونه ډالره لګيږي چې د آسيايي بانک لخوا ورکول کيږي.
د ټول ګټي وزارت د تخنيکي مرستيال ډاکتر ولي محمد رسولي په وينا د نوموړي سړک د پنځوسو کيلو مترو د جوړولو اعلان شوى تر څو د سړک جوړولو د يوې کمپنۍ لخوا يي د ودانولو او قير کولو لمړى پړاو پيل شي او د سړک دپاتې برخې د جوړولو چارې به په راتلونکي کال کې اعلان شي.
ډاکتر رسولي وايي چې : د دغه سړک د لمړي پړاو د جوړولو لپاره 60 مليونه ډالره په واک کې لري او د پاتې پيسو ژمنه يي هم د آسيايي بانک لخوا تر لاسه شوې.
د خصوصي ترانسپورت د لوى رياست د مسافربرى د څانګې مسوول کنځ اله صافى وايي چې د کابل – جلال آباد لاره چې له ماهيپر څخه تيريږي د مسافرينو او ترافيکو لپاره ډيرې ستونزې لري که چيرې د لته بند له لارې کابل له جلال آباد سره ونښلي د خلکو او ترافيکو لپاره به ډيره ګټه وره تمامه شي .
د ټول ګټي وزارت تخنيکي مرستيال د سړکونو د جوړيدو د مهموالي په اړوند وايي چې : د سړکونو په جوړيدو سره امنيت راتلى شي ، د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوى کيداى شي ، او د سړکونو په جوړيدو سره خلکو ته ټول ګټي خدمتونه په ښه توګه وړاندې کيداى شي . د ده په وينا تر اوسه کوم سړکونه چې جوړ شوي په هغو لارو کې د کورنيو چارو وزارت او د دفاع وزارت کومې ستونزې نلري .
د ډاکتر ولي محمد رسولي په وينا په راتلونکو لسو کلونو کې به په افغانستان کې17 زره کيلو متره سړکونه جوړ شي او د 12 زره کيلو متره په اوږد والي د سړکونو په جوړيدو سره به د هيواد 70 فيصده ستونزې چې د سړکونو د نشتوالي او کمښت له امله رامنځ ته کيږي له منځه ولاړې شي .