1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښې حکومت والي نه شتون یوه لویه ننګونه ده

۱۳۸۹ دی ۲۵, شنبه

دا یوازي ایساف ځواکونه ندي چې په افغانستان کې د ښې حکومت والۍ له نشتون څخه سرټکوي بلکې ولسې افغانان هم د سیمیزو ادارو له کمزورتیا او ادارې فساد څخه سخت په تنګ سوي دي.

https://p.dw.com/p/Qsaf
المان جنرال جوزېف بلوتز په کابل کي د ايساف وياند دیانځور: DW

رپوټونه وایې چې په ډیرو کلیوالو سیمو کې ولسي خلک د خپلو حقوقي لانجو د هوارۍ لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه کوي. په حکومتي ادارو کې د فساد لوړه کچه او په لري پرتوسیمو د مرکزي حکومت کمزورې ولکه د دغه کار لاملونه شمیرل کیږي.

دایساف ځواکونو ویاند جرمني جنرال جوزیف بلاتز له دویچې ویلې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د ښې حکومت والي نه شتون د خپل ماموریت پر وړاندې یوه لویه ننګونه بولي:

«ښه حکومت والي لا هم یو چېلنج دی، په هغو سیمو کې چې مونږ نیولي په اړه ېې اندیښنې لرو، په ټوله کې دا زمونږ د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې نا امنو سیمو ته امن راولو، او افغان حکومت دنده لري چې سالمه اداره رامنځ ته کړي».

جنرال بلاتز له دویچې ویلې سره په ځانګړې مرکه کې د هغې کمیټې راپور هم ناسم وبلل چې وایې دوي په کندهار کې د وروستیو پوځي عملیاتو پرمهال د سل ملیونه ډالرو په ارزښت ولسي خلکو ته تاوان اړولی دی.

د دغو زیانونو راپور هغې حقیقت موندونکې ډلي ولسمشر ته سپارلی چې د کندهار له ارغنداب، میوند، ژیړۍ او شاولې کوټ ولسوالیو څخه یې لیدنه کړي ده.

«مونږ هیڅ کله هم په ملکي کورنو له دقیقو استخباراتي معلوماتو پرته برید نه کوو، مونږ د کندهار ولایت د خلکو او د کمیسیون له چارواکو سره همغږي نه یو چې وایې په کندهار کې د ورستیو عملیاتو پر مهال د سیمې خلکو ته د سل ملیونو ډالرو په ارزښت زیان رسیدلی دی، فرضاً که چیرته په کومو کورونو کې وسلې او چاودیدونکې توکي زیرمه سوي وي، او یا هم د بمونود جوړولو فابریکې وي، لومړی یې مونږ عکسونه اخلو او وروسته بیا دغه توکې له مینځه وړو».

په ګڼ ملیتیزه ځواکونو پر داسي محال په کندهار کې د عامو خلکو له لوري دوي ته دتاونونو د اړولو تورونه لګول کیږي چې، روان کال د اهمیت له پلوه هم طالبانو او هم ګډو ځواکونو ته مهم بلل کیږي.

ایساف قواوې وایې دوی هڅه کوي چې د افغانانو د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره د هغوی زړونه خپل کړي. جنرال بلاتز دا هم وویل چې د تیرو کلونو په پرتله دافغانستان په امنیت کې د پام وړ بدولون راغلی.

نوموړی وایې چې د ملک پينځه شپيته سلنه تاوتریخوالی یوازي د افغانستان په دریو ولایتونو کې رامنځ ته سوی:

«په افغانستان کې د تاوتریخوالي 45 سلنه یوازي په دریو ولایتونو پوري اړه لري، یعنې په کندهار، هلمند او کنړ پوري، او دا ښیې چې په پاتې یو دیرشو ولایتونوکې امنیتي حالت ښه دی او دا د 2009 کال په پرتله د ملک امنیتي حالت ښه ښیې، په افغانستان کې تاوتریخوالی پاشل سوی دی، په تیرو نهو کلونو کې حالاتو مثبت بدلون موندلی».

د ناټو ځواکونو عمومي ویاند له دوچې ویلې سره د ځانګړي مرکې په ترځ کې هغه ګنګوسې ردکړې چې ګواکې په غټ شمیر کې وسله وال طالبان چې له بند وروسته د پخلاینې د کمیسیون له لوري آزادیږي بیرته د طالبانو له لیکو سره یوځای کیږي.

په دې ورستیو کې د هلمند والي ویلي چې د ملا ذاکر په نامه د طالبانو یو مشهور قوماندان د ایتلافي ځواکونو له بند څخه تر راخلاصېدو وروسته بیرته له طالبانو سره یوځای سوی دی. خو جنرال بلاتز وایې چې د دغه ډول پیښو کچه ډیره ټیټه ده:

«د هغو طالبانو شمیره چې له بند څخه تر خلاصېدو وروسته بیرته له طالبانوسره یو ځای کیږي ښایې یوه سلنه وي اویا تر هغه هم ټیته وي. دا هومره شمېره نده چې په اړه یې اندیښنه ولرو، په ټوله کې ایساف ځواکونه د افغان دولت په مشرۍ د پخلاینې له روان بهیرڅخه ملاتړ کوي».

د ایساف ځواکونو ویاند له دوچې ویلې سره په مرکه کې روان 2011 م کال د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو لپاره ډير مهم وارزاوه. هغه وویل چې دولت ضد اورپکې به هڅه وکړي چې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه تر اغیز لاندي راولي خو له افغانستان سره د مرستو زیاتوالی او سرتیرو ته د مالې او ډیرو تجهیزاتي سرچینو برابرول به زور پالي خپلو موخو ته له رسیدو را وګرزوي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی