د چادرۍ د منع کولو موضوع يوه سياسي شخړه راپورته کړې
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهد فرانسې د پارلمان استازو غوښتل په ډاگه کړي، چي څادرۍ او پوړني دپاره په فرانسته کي ځای نسته او يو قانون وي، چي په راتلونکې اونۍ کي به د کابينې لخوا تصويب کيږي او د جولای په مياشت کې به پارلمان او سنا بحث ورباندي کوي.
ددې کارپه مخالفت کمونسټانو او شنو د رايو ورکولو څخه ډډه کړې ده. خو سوسيالسټانو بيا موافقه رايه ورکړې. ددې پريکړي سره هغه درز ډکېدونکی دئ، چې د چادرۍ پر سر بحثونو په سياسي ډگر کي رامنځ ته کړی.
د سوسياليسټانو لخواجين کليواني وايي، چي دوی ددې پرېکړي سره ډير مسئوليتونه هم پرغاړه اخلي. په تيره بيا د نر او ښځي د برابرتيا او د هغوئ د زيان ليدني پرضد. دا ډيړي ښې غوښتني دي او موږ به يې جدي نيسو.
خو په محافظه کارانو کي هم د پرمختگ په هکله اندېښني موجودي دي. ځکه يوې محکمې وار د مخه لا اعلان کړی، چي داسي يو قانون،چي په عمومي توگه په فرانسه کي پوړنی منع کوي، د هغه هيواد د اساسي قانون د اصولو څخه مخالف دئ.
شنه او کمونسټان دا منع کونه د اسلام په وړاندي تعصب بولي. کمونيسټ اليان بوکت پرون پر حکومت باندي دا تور پوري کړئ، چي ټولنه پر برخو ويشي.
«موږ د سرکوزي د ټاکنيزو سيالو د ويناوو څخه تر اوسه لا ډير ليري يو،چي په 2007 ميلادي کال کي يې ويل ټول انسانان پر يوه فرانسوي خوب او خيال راټولول؛ يو د وروگلوۍ جمهوريت چي د هر چا دپاره پکښي ځای وي او يو د بل څخه بيره ونه لري، او داسي نه چي يو بل ته خطر جوړ کړي.»
ددې څخه دا حکومت ډير ليري دئ، او د برقع په پرېکړي سره په دې هيواد کي اوسېدونکي مسلمانان لا جلاکوي.
په فرانسه کي د مسلمانانو د ټولني مشر محمد موسوي د سه شنبې په ورځ د خپلي ټولني دا باور يو ځل بيا په ډاگه کړئ: چي د يوه منع کوونکي قانون پر ځای بايد د ښځو باور تر لاسه سي، تر څو د چادرۍ د پرسرولوڅخه لاس واخلي.
Duchrow, Johannes/محمد عارف وردگ
کتونکی. زيارمل