د پولنډ نوی لومړی وزير جرمني ته تللی
۱۳۸۶ آذر ۲۰, سهشنبهاعلان
په صدارت کي د دواړو ترمنځ د خبرو اترو هدف د آلمان او پولنډ د اړيکو لاښه والی دی. Donald Tusk آلمان ته تر خپل رسمي سفر لږ د مخه د جرمني د حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي په برلين کي د شړل سوو دپاره د يوه مرکز د جوړېدو په هکله د خپلو لانجمنو پلانونو څخه د تل د پاره تيرسي. Tusk وويل، چي ددې پر ځای غواړي چي د يوې ګډي اروپايي پروژې په توګه د دوهمي نړيوالي جګړې د موزيم د جوړېدو غوښتنه وکړي. نوموړي وړانديز وکړی، چي دغه موزيم دي د پولنډ په بندري ښارDanzig کي جوړ سي.