1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټولو خطرونو سره سره بيا هم اروپا ته د افغاني پناه وړونکو لړۍ جاري ده

۱۳۸۸ خرداد ۴, دوشنبه

د هغو افغانانو شمېر په دې وروستيو ميلادي کلونو کې لوړې کچې ته ختلې، چې غواړي اورپايي هېوادونو ته ولاړ شي. له 2008 څخه تر 2009 ميلادي کاله پورې په اورپا کې د 12000 افغانانو سياسي پناه غوښتن ليکونه ثبت شوي...

https://p.dw.com/p/Hx9i
د ايټاليا د لامپيدوسا په کمپ کي د افغانانو په شمول يو شمېر پناه غوښتونکي.
د ايټاليا د لامپيدوسا په کمپ کي د افغانانو په شمول يو شمېر پناه غوښتونکي.انځور: picture-alliance/dpa

افغاني کډوال چې په اورپا کې پناهندگي غواړي په دوو ډلو ويشلی شو: يو هغه چې جگړو او بې امنيتۍ افغانستان ورباندې تنگ کړی، دوهمه ډله هغه افغانان دي چې په پاکستان او ايران کې زېږېدلي دي. دوی افغانستان هېڅ ليدلی نه دئ، او په نوموړو هېوادونو کې د ربړو او ستونځو له کبله پرېکړه کوي، چې خپله راتلونکې په کوم بل ځای کې ومومي. له دوی څخه زياد شمېر کوشش کوي د ترکي په سمندر ي لارو يونان ته ولاړ شي او له هغه ځای څخه بيا اورپا ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې دا کار کېدلی شي ناوړه پايلې ولري.

له دې خطرونو څخه يو هم د يونان د پوليسو لخوا دئ. په دې ارتباط په ايطاليه کې ځوان خبريال بصير آهنگ وايي:

«يو زيات شمېر افغان پناه وړونکي د يوناني پوليسو لخوا اوبو ته اچول کيږي او په لسهاوو کسان هلته له منځه ځي.»

هغه کډوال چې په دې باندې بريالي کيږي هم چې يونان ته ورسيږي، له ډېر ناوړه برخليک سره مخامخ کيږي. د کوټلې رپوټونو او احصايو له مخې د هغوی د منل کېدنې يا قبلېدنې اندازه په سلو کې يوه برخه ده.

له يوې خوا پناه وړونکو ته خط ورکول کيږي، چې بايد د 30 ورځو په اوږدو کې له هغه هېواد څخه ووزي، له بلې خوا ورته د نورو اورپايي ملکونه اجازه نه ورکول کيږي.

د ورځنيو او اقتصادي حالاتو له مخې، په يونان کې افغان مهاجر ډېرې سختې ورځې تېروي. د افغاني کډوالو په کمپ کې يوه مرستندونه ميرمن ستروکس وايي، يو زيات شمېر افغاني کډوال وروسته د خپلو پيسو له خلاصون څخه په کوڅو او سړکونو لالهانده گرزي او يا د کډوالو کمپونو ته مخ اړوي.

د ژوند سخت شرطونه، ورځنۍ ربړې او اقتصادي لاچاري افغان مهاجر دې ته اړ باسې چې، په هر ترتيب سره وي، د يوناني بندر پاتراس له لارې ايطاليې او يا کوم بل اورپايي هېواد ته لاره ومومي. بيا هم ميرمن ستروکس په دې باب څرگندوي:

«کډوال کوشش کوي د لارۍ موټرونو او يا سروترافيکي څراغونو ته ولاړو ټرېلرونو څخه کوز شي. له بده مرغه له همدې کبله ناوړه پېښې ورته منځ ته راځي، چې کله کله د افغاني ځوانانو په مرگ تماميږي».

خو سره له دې ټولو، د کمپ د يوه 16 کلن اوسېدونکي ځوان محمدرحيم غوندې کسان، په دې کې د خلاصون يواځينی چانس ويني او څرگندوي:

«مجبور يو، پرته د قاچاق له دې لارې څخه بله هېڅ لاره نه لرو. همدا د قاچاق او موټرونو لاره تر ټولو غوره لاره ده.»

د يونان د پوليسو د عکس العمل په باب، کله چې افغاني مهاجر د موټرونو له بار يا لاندې څخه راباسي څرگندوي:

«د يوه تره د زوی پښه مې ماته شوه او مجبور شوو هغه بېرته يوه کلنيک ته راوړو. دې وکيلانو هغه روغتون ته يووړ او درمل يې وشو.»

راتلونکې ته د رحيم آرزوگانې، په يونان کې موجودو ټولو هغو افغاني ځوانانو د آرزو گانو د مثال نمونه ده، چې معمولي آرزوگانو ته د رسېدنې په منظور، کومې چې د هر چا انسان طبيعي حق دي، خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

په عمومي توگه ويلی شو، چې دا به د ټولو اورپايي هېوادونو، په تېره بيا د يونان په گټه وي، چې د افغاني پناه وړونکو د پاره اوږد مدته چاره ومومي. له يوه پلوه د افغاني مهاجرانو پر خپل حال پرېښونه او له بل پلوه نورو هېوادونو ته د هغوی د تگ مخنيوی، د يونان ټولنې ته سترې ربړې رامخ ته کوي.

Entezari/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل