د يونان پارلمان د مرستو دوهم ژغورونکې بسته ومنله
۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبهاعلان
د يونان پارلمان پرون شپه په لوی اکثريت سره د اروپايي ټولنې د مرستو دوهم ژغورونکې بستې ته رايه ورکړه. يوازي چپيانو او ښی اړخو گوندونو د هغه پر ضد رايي ورکړې.
تر دې مخکې د يورو د زون هيوادونو د ۱۳۰ مليارده یورو د مرستو دا بسته منلې وه. په پام کې ده چې په راتلونکې اونۍ کي به د نوو ټاکنو په اړه هم پریکړه وسي.