1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يزديانو د ډله يزو وژنو عامل ووژل شو

۱۳۸۶ شهریور ۱۹, دوشنبه

د امريکې پوځ په عراق کې د خپلو څرگندونو له مخې د دې هېواد په شمال کې په دوو ښارگوټو باندې د تر سره شويو بريدونو اصلي عامل وواژه. د پوځ يوه وياند په بغداد کې وويل چې د القاعدې دغه ملاتړی، ابو محمد العافري د موصول ښار په سويل لويديځ کې ووژل شو.

https://p.dw.com/p/DKDE
په ځانمرگو بريدونو کې تر څلور سوو زيات وگړي وژل شوي وو
په ځانمرگو بريدونو کې تر څلور سوو زيات وگړي وژل شوي ووانځور: AP
ښاغلي العافري ښايي د يزديانو د ديني لږکۍ په دوو کليو باندې تر سره شوي بريدونه پلان کړي وي. په دغو ځانمرگو بريدونو کې تر څلور سوو زيات وگړي وژل شوي وو. القاعده د يزديانو د مذهبي ډلې پيروان کافران بولي. دغه مذهب له بېلابېلو دينونو، لکه اسلام، يهوديت او عيسويت او همداراز له نورو پخوانو اديانو څخه توکي په ځان کې رانغاړي.