1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژل شوي جاپانۍ ژورنالیستې جسد خپل هیواد ته استول شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15wcA

د سوریې په حلب ښار کې د وژل شوې جاپانۍ ژورنالیستې جسد نن خپل هیواد ته استول شوی دئ. دغه ژورنالیستې د مخالفینو د فعالیتونو په اړه د حلب ښار څخه رپوټونه چمتو کول. د هغه د اوږدې مودې د همکار په وینا مایکا یماموټو د تیرې دوشنبې په ورځ ښایي په حلب ښار کې د دولتي ځواکونو تر برید لاندې راغلی وي.

یماموټو څلورمه ژورنالیسته ده چې د سوریې په روان کړکیچ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. ۴۵ کلنې یماموټو تر دې وړاندې له عراق او افغانستان څخه هم د جگړې په اړه رپوټونه ورکړي دي. د هغې جسد له ترکیې څخه خپل هیواد ته لیږل شوی دئ چې د یماموټو دوه خویندو ئې ملتیا کوله. د جاپاني رسنیو په حواله د هغې جسد به په ټوکیو کې خاورو ته وسپارل شي خو تر هغې د مخه به پولیس په دې هکله څیړني تر سره کړي چې آیا هغه خو په قصدي توگه نه ده وژل شوې.