د ويتنام جنګ او د هغه عواقب
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۰, جمعهد لي کين په ژوندانه کښي هغه ورځ چه جنګ بيرته پر راوګرزيدی ، د نورو عادي ورځو غوندي يوه ورځ وه . دغه بزګر هميشه وريجي او نوره ترکاري کرله ، او هره ورځ به د کار دپاره خپلو مځکو ته ورتلی . 20 کاله دمخ په غه ورځ هم . دی وايي ،
«ما د ترکاريو په مامته کښي کار کوی ، او زما لور چه څلور کلنه وه ، هم زما سره راتله . يوه ورځ په يوه پلا د کار پر وخت زما يوم د يوه خوشه اي بم څخه وموښتۍ . زما لور ځای پر ځای مړه سول ، او زه سخت زخمي سوم . ما بم ونه ليدی . زه په يوه بل باغ کښي وم ، او بم يو څه پټ ؤ . »
د جنګ ددغوعواقبو څخه چه لي کين خپله لور د لاسه ورکړه ، د هغه راهيسي 15 کاله تير سوي وه ، چي جنګ پای ته رسيدلی ؤ .
د ويتنام د جنګ پر مهال د کين د کور سره د جنوبي او شمالي ويتنام د جنګ جبهې وې . دغه جبهې تر 1975 کاله پوري وې ، اووروسته د شمالي ويتنام د کمونسټانو لخوا د جنوبي ويتنام پايتخت فتح، او امريکايي ځواکونه ځيني ووتل . خو د جنګ عواقب لا پر هغو کسانو چه د جنګ پخوانيو جبهو ته نژدې وه ، لکه کين او يا ماندينه يې اِن ګوي تي هونګ تر اوسه پوري پاته دي . دا وايي ،
«موږ په تکرار سره بيا هم د خرابو پيښو سره مخامخ کيږو . زموږ د لور تر وژل کيدو يوه مياشت وروسته يوه سړي د کار په جريان کښي خپل لاس د لاسه ورکی . »
د ويتنام د جنګ پر مهال يوازي د کوانګ تري په ولايت کښي تر هغه ډير بمونه لويدلي دي ،لکه ددوهم عمومي جنګ په جريان کښي پر ټوله اروپا باندي . دا هم په داسي حال کښي چي دغه ولايت د بلجيم د هيواد د شپږمي په اندازه کوچنی دی .
د کوانګ تري ولايت تر ټولو ډير په کيمياوي موادو او باروتو ککړ سوی دی ، خو د جنګ اثرات پر ټوله ويتنام باندي پاته دي . تر اوسه لا ډير لاسي بمونه ، د زره پوښو مرمۍ او يا خوشه اي بمونه ندي چاودلي .
افسر هوانګ ترونګ ها چي د ويتنام د پوځ د مين پاکولو د ټيم غړی دی ، وايي ،
«اردو تر ټولو دمخه په غټو پروژو کښي مينونه پاکوي ، لکه د غټو تعميراتي پروژو او يا سړکانو دجوړولو پر وخت . زه ګمان کوم چي دا به 200 تر 300 کاله وغواړي ، چي ټوله ويتنام د مينو څخه پاک سي . »
د ډين اِن ګو وو دپاره دغه 200 تر 300 کاله ، د جنګ د بيرته راګرزيدو په معني دي . اِن ګو وو د مينو پاکولو په يوه پروګرام کښي کار کوي .
د جنګ دعواقبو او مينو چاودلو سره نه يوازي انسانان په ويتنام کښي لاس او ګريوان دي ، بلکه هغه خصوصأ د کوانګ تري په ولايت کښي پر زراعت باندي هم ډيره منفي اغيزه کړې ده ، او 35 کاله وروسته لا هم په مشکل سره هلته يو شی کرل کيدلای سي .
ماتياس/
کتونکي : محمد قاسم نوري