د ولسي جرګي نوي استازي د کرزي غوښتنه نه مني
۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبهد افغانستان د نوي ولسي جرگې يو شمير غړو د حامد کرزي هغه غوښتنه رد کړې ده چي دوی دي د ټاکنو د شکايتونو لپاره د جوړي سوي محکمې احکامو ته غاړه کښيږدي.
د کابل په انټرکانټينټل هوټل کي د يکشنبې په ورځ د نوو ټاکل سوؤ استازو يوه غونډه جوړه سوې چي په هغې کي پريکړه وسوه چي د ولسمشر حامد کرزي غوښتنه به نه منل کيږي.
په دغه هوټل کي د ولسي جرگي د 249 استازو څخه تقريباً 200 استازي راټول سوي ول.
کرزي د شنبې په ورځ د استازو څخه په ليکلي بڼه دا ضمانت غوښتي و چي د ځانگړي محکمې احکام به مني.
محمد يونس قانوني غونډي ته د وينا پر مهال وويل چي د ولسي جرگې نوي غړي مجريمين نه دی چي د کرزي دا ډول غوښتني ومني.
قانوني و استازو ته وويل چي د ځانگړي محکمې د قانوني شتون په هکله بايد د ولسي جرگې د پيل وروسته په پارلمان کي پريکړه وسي.
نوموړي و استازو ته دا ډاډ هم ورکړی چي د جرگې د پيل وروسته به ټاکل سوي استازي د ځانگړي محکمې څخه مصؤنيت تر لاسه کړي.
د افغانستان د ولسمشر پارلماني وزير همايون عزيزي بيا ويلي دي چي ولسمشر کرزي د چهارشنبي په ورځ د ولسي جرگې د پرانستني لپاره د ځانگړي محکمې منل شرط ايښی ؤ.
نوموړي ويلي چي کرزي به تر دغه فرمان تير نه سي او پر خپله خبره ولاړ دی.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل