1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډيدو پر سر تاوده بحثونه روان دی

۱۳۸۷ بهمن ۱۸, جمعه

دهغي ورځي راهيسي چي د ټول ټاكنوخپلواك كمېسيون د اقليمي ،امنيتي بودجوي اوتخنيكي ستونزو په وړاندي كولوسره د جمهوري رياست اوولايتي شوراګانو د ټاكنو مهال درې مياشتي شاته غورځولی دی...

https://p.dw.com/p/GoZa
پردې موضوع باندي ولسې جرګې هم ډير بحثونه کړی او روان دی
پردې موضوع باندي ولسې جرګې هم ډير بحثونه کړی او روان دیانځور: AP

د ملي شوراپه ګډون ګڼومخالفينوسخت غبرګونونه ښودلي دي او دغه سياسي غوغا د يوې ورځي نه بلي ته زوراخلي.

په دې منځ كي د اساسي قانون دپلي كولو پلويان وايي چي ددغه قانون د 61 مادې له مخه د جمهوررييس پنځه كلنه دوره د راتلونكي هجري شمسي كال د جوزا د مياشتي په لومړۍ نيټه پاي ته رسيږي او بايدنوی جمهوررييس په كارپيل وكړي له همدي امله يي د انتخاباتوخپلواك كمېسيون د اساسي قانون څخه په سرغړوني تورن كړی دی او ځينو ورځپاڼو خو ان چي دكمېسيون د رييس ښاغلي عزيزالله لودين څخه په عدلي اوقضايي ارګانونوكي دتحقيقاتودكولوګواښونه كړي دي.

خو دكمېسيون چارواكي بيا د اساسي قانون د 55 مادې دسپارښت په وړاندي كولوسره وايي چي په ځانګړو مواردوكي ورته دغه مادې د ټاكنو د ځنډولو جواز وركړی دی.

په ولسي جرګي كي دكندز ولايت وكيل معين مرستيال وايي چي د انتخاباتو كمېسيون اساسي قانون مات كړی او داسي ضمانتونه هم وجود نلري چي د روان كال د اګست په شلمه انتخابات ترسره شي. خو په ولسي جرګه كي د غزني ولايت وكيل خيال محمدحسيني بيابرخلاف د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون وروستۍ پريكړه چي ټاكني يې ځنډولي دي هركلی كړی دی او وايي چي دا مهال د امنيتي ستونزو له امله ټاكني ممكني نه دي. ده د غزني ولايت څومثالونه وړاندي كړل چي د يوې ولسوالۍ نه بلي ولسوالۍ ته تګ راتګ يې ناشونی كړی دی. په داسي حال كي چي د ټاكنو د درې مياشتني ځنډ پر سر تودې خبري اوناندرۍ رواني دي جمهوررييس حامدكرزي په دې منځ كي يوبل ګوزار هم وكړی او ويې ويل چي د1383 لمريز كال دجدي په مياشت كي يې د جمهوري رياست دچوكۍ دنيولولوړه كړي ده. ځكه نو پنځه كاله يې د راتونكي كال دجدي په مياشت كي پوره كيږي.

ده وويل چي په دې برخه كي به د مشروعيت او ثبات په نظركي نيولوسره د حقوقي ارګانونوسره سلامشوري پيل كړي په حقيقت كي دابله ربړه اومسئله سوه چي دامهال مخالفين اوحقوق پوهان په تودو بحثونو بوخت دي خووروسته به څرګنده شي چي دغه ماجرا كومي سياسي رسوايي ته رسيږي.