د واشنګټن غونډه د يوې اعلامې په خپرولو سره پای ته ورسېده
۱۳۸۹ فروردین ۲۵, چهارشنبهپه واشنګټن کي د 47 هيوادونو دوه ورځنۍ سر مشريزه غونډه، چي په هغه کي د اټومي سلو د مصوونيت په هکله خبري سوي دي، د يوې اعلامې په خپريدلو سره پاي ته رسيدلې.
په واشنګټن کي د دويچه ويلي د مبصري کريستينا برګمن په عقيده دغه اعلاميه په نړۍ کي د اټومي سلاو د پراختيا د مخنوي دپاره او داچي دغه راز سلاوي د ترهګرو لاس ته ورنسي، لومړي ستر ګام بلل کيداي سي.
په واشنګټن کي د چين د ولسي جمهوريت، برازيل، اردن ، ماليزيا، ارمنستان ، اوکراين، پاکستان او هندوستان مشران په ګډه سره له دې امله خپله انديښنه ښه يي چي د راډيو اکتيف مواد دي د ترهګرو لاس ته ورنسي،دا په حقه سره يو ګډه انديښنه بلل کيداي سي.
همدا اوس په نړۍ کي د 1500 ټونو په اندازه پاخه داسي يورانيم، چي سمدستي د اټومي سلاو د جوړولو دپاره څني کار اخيستل کيداي سي او همدا شان 600 ټنه پليتونيم سته.
ددغه موادو څخه کيداي سي په زرهاو اټومي سلاوي توليدسي. په تيره بيا که چيري دغه مواد دترهګرو لاس ته ورسي، نو دا به د نړۍ دپاره يوه ستره فاجعه وي.
خوکومه بنيادي يا اساسي پوښتنه، چي دلته مطرح کيداي سي، هغه داده چي آيا د واشنګټن په غونډي سره ددغه راز يو احتمالي خطر مخه نيول کيداي سي؟
طبعاً نه. يواځي ديوې ګډي اعلامې په خپريدلو سره نسي کېداي چي په نړۍ کي د هغه څه مخه ونيول سي، چي اټومي سلاو د جوړولو دپاره ضروري مواد دغلطو کسانو لاس ته ورنسي.
خو داچي د 47 هيوادونو دولتي او حکومتي مشرانو پر دې موضوع باندي مشورتي خبري کړي دا پخپله لږ تر لږه ددغه خطر دمخنوي دپاره يو لومړي ګام بلل کيږي يا که پوښتنه داسي مطرح کړو، چي که په دغه راز يوه غونډه کي پر داسي يوې حساسي موضوع باندي خبري نه واي سوي، نو بل بديل امکان به څه وي چي دداسي يوې احتمالي نړيوالي فاجعي دمخنوي په هکله خبري وسي.
په واشنګټن کي دداسي يوي غونډي په جوړولو سره ولسمشر بارک اوباما يو ځل بيا دا وښودله، چي دی د عمل سړی دی او هغه کار کوي، چي دکيدو امکان يي وي.
د واشنګټن د غونډي برخه والو مشرانو هم هڅه کړې، چي د اوباما ددغه ابتکار په لاره کي خپله ونډه تر سره کړي. د مثال په توګه اوکراين، کاناډا، او مکسيکو غواړي چي د پاخه سوو يورانيمو څخه بيخي صرف نظر وکړي.
پدې غونډه کي روسيې د امريکي د متحده ايالتونو سره په ګډه داخبره جوته کړې، چي دوی به هغه اضافي پلو تو نيم، چي د اټومي سلاو د جوړولو دپاره تري کار اخيستل کيدای سي او اړه ورته نه وي هغه په دې ډول سره له منځه بايد يوړل سي د انرژيۍ د توليد دپاره به تري کار اخلي او همدا چي د امريکايانو او روسيې تر څنګ چينايانو هم دغه اعلاميه لاس ليک کړې،داهم د واشنګټن دسر مشريزي غونډي يوه بريا بلل کيږي.
Bergmann, Christina/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل