د هوگو چاويز روغتيايي حالت خراب سوی دی
۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبهاعلان
د وينزويلا د ولسمشر هوگو چاويز روغتيايي حالت نور هم خراب سوی دی. د هغه ځای ناستی ولسمشر نيکولاس مادورو د يکشنبې په ماښام په يوه تلويزيوني وينا کي ويلي دي، چي د ولسمشر روغتيايي وضعه ښه نه ده. چاويز د روغتيايي وضعي تر لا خرابېدو دمخه د سرطان څلورم جراحي عمليات کړي ول. د مادورو په وينا په دغه عملياتو کي پېچلتياوي رامنځته سوي دي او د ولسمشر د تنفس اخيستني لاري زخمي سوي دي. چاوېز د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کي يووار بيا ولسمشرۍ ته وټاکل سو. دغه ۵۸ کلن سياستوال به د ۲۰۱۳کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۱۹کاله پوري د خپل هيواد ولسمشر پاته سي. که هغه د ناروغۍ له کبله خپلي دندې ته حاضر نه سي نو په دغه هيواد کي به به نوي انتخابات تر سره کيږي.