1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنگري د رسنيو په قانون کي کيدای سي بدلون راسي

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

د هنګري لومړي او د بهرنيو چارو وزارنو د مطبوعاتو د قانون پر سر راپورته سوي لانجې ته د پای ټکی ايښي.

https://p.dw.com/p/QpaF

د رسنيو په باب د هنګري قانون تقريباً۲۰۰ پاڼي لري چي مختلفي موضوعګاني پکښي شاملي دي. ددغه قانون يوه برخه د يوه کتاب بڼه لري چي پکښي راغلي، په هنګري کي څنګه کېدای سي اجتماعي سوله تأمين سي.

دلته د اقليتونو څخه د ملاتړ خبره کيږي، د هنګري د کلتور او ژبي د ساتلو، د ملي يو والي او همدارنګه چي څنګه بايد کورني او د ښځي او مېړه ترمنځ مشترک ژوند ته په درنه سترګه وکتل سي.

په ۸۳ م پراګراف کي راغلي چي رپوټونه بايد متوازن او بامسؤوليته وليکل سي.

د هنګري يو ليکوال ګيورګې دالوس وايي چي مشکلات به هغه وخت را منځته سي چي دغه قانون عملي سي.

« متوازن په دې معني چي يوه ورځپاڼه به يو څه ليکي او بله به بل څه او بيا به يوه د بلي سره تلل کيږي. د مثال په ډول کله چي زه په دې نظر يم چي د هنګري د کلتوري چارو سکرتر يو احمق سړی دی نو ددې دپاره چي توازن مي په نظر کي نيولي وي بايد په څنګ کي ورسره وليکم چي خو دی يو ډېر هوښيار سړی هم دی.»

د نورو قوانينو لکه د ځوانانو او اکثريتونو څخه ملاتړ، د تعصب او ضد يهوديت له منځه وړل سره ، ګيورګي دالوس هيڅ کوم مشکل نه لري.

علاوه پردې په دغه قانون کي مشکلات هم موجود دي. د مثال په ډول د رسنيو د کنترول او څارني دپاره د چارواکو د ګمارلو نوی قانون. دغه چارواکي کولای سي د رسنيو په مقابل کي دعوا ته سازمان ورکي او د هغوی دپاره سزا وټاکي او که د سزا وړ وي بيا نو کولای سي هغوی د سلهاوو زرو يورو په اندازه جريمه کړي.

بل مشکل دادی چي ددغو چارواکو مشره انا ماري څالاي د نهو کالو دپاره ګومارل سوې ده او هغه هم د صدراعظم له خوا په شخصي ډول. دا بيا د نامعلومه وخت دپاره مسوول مدير ټاکي ، نو په دې وسيله ددغو چارواکو مشرتابه د صدراعظم د اعتماد وړ کسان جوړوي نو بيا به د مطبوعاتو په شورا کي هم د فيديز د ګوند کسان ناست وي.

د هنګري خارجه وزير ددغه قانون په باب وايي:« زه ددې خبري سره کاملاً موافق يم چي ځيني اصطلاحات په قانون کي ډېر اوږده ليکل سوي دي. په دې صورت نو دوه امکانه موجود دي، يا بايد يو منظم قانون جوړ سي او يا بايد ددې تر څنګ نوی قانون را منځته سي. بيا به نو موږ وکولاي سو دغه بدلونونه په عمل کي پلي کړو.»

علاوه پردې به ددغه قانون حقوقي آزموينه يو څه وخت وغواړي. اروپايي کميسيون به په دې اړه د مارچ تر مياشتي پوري خپل دريځ څرګند کي.

شتيفن/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل