1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان د مسلمانانو او هندواڼو تر منځ شخړي

۱۳۸۷ آذر ۱۰, یکشنبه

په هندوستان کي شاوخوا 200 مليونه مسلمانان ژوند کوي ولي تر ډيره ځای هغوته د ډيری هندواڼو لخوا په سپکه سترګه کتل کيږي

https://p.dw.com/p/G6GU
په نوي ډهلي کي يو لوی مسجيد
په نوي ډهلي کي يو لوی مسجيدانځور: AP

که څه هم د هندوستان حکومت لا ډير احطياط کوي،خوبياهم ګوته« معمولو تورنو» ته نيسي. د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزیر پراناب موکرجي څرګنده کړې ده چي له لومړيونښو نه داسي ښکاري چي، دغه سوء قصد کونکي له «پاکستاني عناصرو» سره اړيکي لري. ښايي د لښکرطيبه يعني دحق او حقوقو منځته راوستونکي پټ اسلامي پوځ چي ناست ځای يي په پاکستان کي دي دهغه اصلي عامل وي.

دهندوستان داستخباراتومشر آرون بهات عقيده لري چي د تروريستانو دا بريد اوله ګړنديو ماشينګڼو څخه دهغو کار اخيستنه د يو معلوم عمل دي. دي زياتوي :« د هند و ستان په نيمايي لویه وچه کي بله داسي ډله چي دومره توان، ظرفيت، تشکيلاتي جوړښت، د داسي ډير د ډاروړ او ناوړه اعمالو لپاره ولري نسته.»لشکر طیبه له القاعدې او د پاکستان له استخباراتو آي اس آي سره نژدي اړيکي لري.نوموړو استخباراتو دا ډله له هندوستان سره دکشمير په لانجه کي په وسلو سنبال کړي او روزلې ده.

د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار دا تورونه ردوي او وايي:«په کار باندي دنوي حکومت له پيله راهيسي هر چيري چي کولای سو له ترور سره مبارزه کوو.»ځکه چي پاکستان پخپله هم ددغو زور زياتي غوښونکو اسلاميانو د اعمالو رنځونه ګالي. خو د پاکستان د دفاع وزیر داخبره نه ردوي چي د استخباراتو يوه برخه لا تراوسه هم د افراطيانو ملاتړ کوي.

دلندن دکينګز دکالج د جګړو د څيړلړ څانګه هم دغسي اړيکي ناممکن نه بولي خو وايي: تير کال په هندوستان کي ددغه ډول ګوزارونو يوه لړۍ منځته راغله دهغو ډيری په خپله دهندوستان وګړي ول، پدې ډول هندوستان پخپله هم يوه ربړه لري.دا ډلي د مثال په توګه يوه، د هندوستان د مجاهدينو ډله ده. د استخباراتو د وينا له مخه دوي دهندوستان دمحصلينو د اسلامي منع سوي غورځنګ سيمي له ډلي څخه راپاځيدلي دي. دغه دواړي ټولني ښايي د وروستيو کلونو دنسبته لویو ګوزارونو ترشاولاړي ډلي وي. دوی دبمبيي د ښار دنژدي شاوخواسيمو په ګوزارونوکي چي دوه کاله پخوا وشول او190 کسه پکښي قرباني سول هم لاس درلودی.

د استخباراتو د اټکل له مخه سيمي او د هندوستان مجاهدين هم دلښکر طيبه اوهم دبنګله ديشۍ ټولني حرکت الجهاد اسلامي له خواروزل کيږي.که څه هم هندوستان ته دبيلو بيلو نړۍ ليدونو دخاوندانو، او ديني افراطيانو لخوا ګواښونه کيږي خوتراوسه ډيري، اوماهرانه ګوزارونه هلته د اسلاميانو لخواشوي دي. دا داسي واقعيت دي چي دهندوستان د اقليتونو دکمسيون مشر مايکل پونتو، باندي ښه نه لګيږي. دي وايي: زه له داسي اصطلاح ګانو سره د مثال په ډول د هندواڼو د تروريزم ، يا د مسلمانانو دتروريزم، يا مسيحي تروريزم سره موافق نه يم ځکه چي تروريزم يو ډير خرابه او ناوړه جنايت دی. اود دين پيرو ندي.که موږ هغه ته له دينونو سره اړوند ورکړو نو د هندوستان په شان هيواد ته چي دين او دولت پکښي بيل دي خراب خدمت کوو.

داسي څرګندوني دهندوستان د دولت له ايډيالوژۍ سره سمون لري چي ځان يود ډيرو دينونو د پيروانو وطن ګڼي اود داسي انشعابونو حوصله نکوي. خودوي دنوموړي هيواد د ورځ په ورځ ډیريدونکو ديني او ايډيا لوژيکي لانجوباندي پرده غوړوي.

په هندوستان کي تر200 مليونو پوري مسلمانان چي ديني آزادۍ لري ژوند کوي. خو له ډيرو پلونو په ښکته سترګه ورته کتل کيږي سربيره پردې هندو ملي پالا ن چي بيرته پياوړي شوي دي، هم دوي دګوزارونو نښه جوړوي دا مسلمانان بې اعتماده کوي او د افراطيانو لخوا د دوي جزبول اسانه کوي.

د ترور کارپوه اناتولي ليون وايي: دهندوستان دمسلمانانو لخوا دهغه سلوک له امله چي ملي پالو هندواڼو په دې وروستيو کلونوکي لدوی سره کړی دی ډير قهر خپوردي نوکيدای سي چي د دوی ترمنځ ديني لانجې لا تودي سي او تروريزم لاو هڅوي.