د هملند د کليو د پراختيا رياست ودانۍ نوې جوړه سوه
۱۳۸۹ آذر ۳۰, سهشنبهدغه ودانۍ په دوو بلاكونو او دري پوړونو كي د ۳۲ اداري خونو او نورو ټولو ملحقاتو په لرلو سره د برتانې هيواد د نړيوالي پرمختيايي اداري (ډي،ايف ،اى ،ډي )لخوا د يو ميلون ډالرو په لګښت جوړه سوه.
د دغه ودانۍ د پرانيستلو پرمهال د هيواد د کليو پراختيا او بيا رغوني وزير جارالله منصوري و خبريالانو ته وويل چي تر دي وړاندي په هلمند ولايت کي د کليو د پراختيا او بيارغوني رياست كومه ځانګړي ودانۍ نه درلول.
منصوري وايي :« وړاندي تر دي يا د سوی رياست د هلمند ولسواليو ته اسانتياوي ځکه نه وي رسولي چي د کليو د پراختيااو بيارغوني د وزارت له لوري ورته په واک کي څه نه وو ورکړل سوي.
هغه وايي له دې وروسته به د هلمند په ټولو ولسواليو کي د کليو د پراختيا اوبيا رغوني رياست هر اړخيزي د بيا رغوني پروژې پلي کړي.
منصوري په خپلو خبرو كي وويل:« چي هلمند ته نه يوازي د كليو پراختيا اوبيا رغوني د وزارت پام اوښتى، بلكي نړيوالو مرستندويه ټولنو هم په دي ولايت كي د بيارغوني له كارونو سره علاقه ښودلي.»
د هلمند د والي مرستيال عبدالستارميرزكوال خبريالونو ته وويل:« دغه واني چي نن كارته سپارل كيږي، په لښكرګا ښاركي يو ه نمونه وبلله.
د كليو پراختيا او بيارغوني وزير په داسي حال كي د يوي ودانۍ او څه باندي څلور كيلومتره سړك پرانستنه كول چي د ولسواليو گڼ شمير ځايي قومي مشران اوعام اوسيدونكي په خپلو سيموکي د وړو پروژو پرځای د لويو لارو د پخولو اوبنسټيزو پروژو د پلي كولو غوښتنه كوي.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل