د هلمند چارواکي: د لښکرگاه ښار د ساتلو توان لرو
۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبهدغه څرګندوي په دي ولايت كي ټولو امنيتي چارواكواو مسئولينو تريوې لويي غونډي وروسته د هلمند امنيه قوماندان ، والي محمد ګلاب منګل او د ملي امنيت رئيس په يوه ګډه خبري ناسته كي خبريالانو ته وکړې.
د هلمندوالي په دې ګډه خبري ناسته کي رسنيو ته وويل، چي د افغان او بهرنيو ځواكونو سره په غونډه كي دې پايلي ته ورسيدل چي د لښكرګاه ښار د امنيت چاري به افغان ځواكونه وساتي.
والي زياته کړه افغان ځواکونه نور ددي توان لري چي په لښکرګاه ښار کي د امنيت ترڅنګ د هر ډول پيښو مخه هم ونيسي. د هغه په خبره د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار ترڅنګ د يو شمير و لسواليو امنيت تر پخوا ښه سوی دی.
د هلمندولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي د پوليسو د اصلاحاتو پروسه به هم په دې نږدې ورځو کي بشپړه سي.
امنيه قوماندان لښكرګاه ښاريانوته ډاډ وركړ، چي پوليس چمتو دي امنيتي چاري په خپله غاړه واخلي.
خو د لښكرګاه ښار اوسيدونكي بيلابيل نظرونه لري ، ښاريان اكثريت په دې خوشاله دي چي د امنيت د سپارلو چاري افغان ځواکونوته وسپارل سي، دوئ وايي كه چيري افغان ځواكونه د خلكو زړونه وساتي نوپه دې سره به خلک هم له دولت سره مرسته وکړي.
خو کارپوهان بيا وايي چي تر هغه چي افغان امنيتي ځواک اړين نظامي تجهيزات و نه لري بايد د امنيت ساتلو مسووليت ور و نه سپارل سي.
د پوځي چارو كار پوه محمد لايق سرفراز وايي، افغان ځواكونه د خپلو سيمو سره د ښه بدليت په خاطر کولای سي، ددې سيمو امنيت وساتي، خو دى وايي چي وسلو او ټولو جنګي تجهيزاتو ته اړتيا سته چي بايد افغان ځواكونه يې ولري.
د لښکرګاه ښار د امنيتي چارو د سپارلو خبري په داسي حال کي دوري هسته کيږي چي د نظامي چارو د کارپوهانو په وينا د روان کال د دوبي مياشتي به ترټول خونړۍ او د مرګ ژوبلي مياشتي وي.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل