د هسپانیې بانکونه هم له مالي کړکیچ سره مخامخ دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبهاعلان
د هسپانيې هيواد به د يورو پول واحد څلورم هيواد وي چي د نورو غړو څخه د اقتصادي مرستو غوښتنه کوي. د يورو اقتصادي مرستندويه ژغورنې صندوق د دې له پاره جوړ سوی دئ چي د اقتصادي ستونزو سره مخامخ غړو هيوادونو ته ارزانه قرضې ورکړي.
د هسپانيې د مالیې وزير لوييس دې گوېندوس، د جمعې په ورځ ناوخته وويل چي د خپل هيواد د اقتصادي بحران ځپلو بانکونو له پاره به د يورو د نورو غړو څخه مرستي وغواړي. د جمعې په ورځ په اروپا کي د ونډو د بازارونو د تړل کېدو وروسته د يورو د مالي چارو وزيرانو ټليفوني غونډه وکړه او د هسپانيې له پاره ئې د سلو میلياردو يورو مرسته منظوره کړه.
دا پداسي حال کي ده چي نړیوال وجهي صندوق د هسپانيې اړتيا څلوېښت میليارده يورو اټکل کړې ده. د هسپانيې بانکي سيکتور د سرمايي د کمښت سره مخامخ دي چي دولت ئې پخپله مرسته نه سوای کولای.