د هرات ولايت د چشت شريف ولسوال د 6 تنو ملګرو سره ووژل سو
۱۳۸۸ دی ۲۷, یکشنبهد هرات د امنيې قوماندان جنرال عصمت الله علیزي تائیدکړې، چي دچشت شریف ولسوال دیکشنبې په سهار د ناڅرګندو وسله والو په يوه کمين کي وختی او د 6 تنو ملګرو سره يو ځای ووژل سو. علیزی وایی، پر ولسوال سره بيره د ولسوالۍ جنايي مديد هم وژل سوی دی.
دچشت شریف ولسوال عبدالقدوس د وژلو پړه طالبانو په غاړه اخستې.
چشت شریف ولسوالي د هرات په شمال 150کيلومترۍ کي پرته ده، چيري چي هندوستان هيواد په مرسته د سلما د اوبو د بند د جوړيدو چاري رواني دي.
ځیني د نظرخاوندان هلته ګډ وډي دسلمادبندسره تړاو ورکوي ګمان کوي چي ګواکي د افغانستان د پرمحتګ دښمنان به دسلما د بندپه لارکي د خنډونو د اچولوپه غرض داسي کار کوي. یوکارپوه سیدشریف خو لا د یوشمېرځايي دولتي چاروکاولاس هم پکښي دخیل بولي «هغه وايي دسلما او نورو سیمو نا په امنیوکي یوشمېر ځايي دولتي مامورین ګرم دي،ځکه دوی په زغرده د طالبانو د تحرک مخه نه نیسي د امنیتې مامورینوسيستي دسړی زهن ته سوالون راولي نه دا چه د ځینی هیوادونو په ګټه د سلماغوندي د پروژو مخنیوي ته نا امني جوړیږي»
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی. زيارمل