د هايټي ولسمشر په ډبرو ویشتل سوی دئ
۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبهاعلان
د هايټي هيواد ولسمشر ميشل مارټلي د هيواد په پلازمېنه پورت آ فرانس کي د کارنوال نومي مېلې څخه د ليدنې پر وخت په ډبرو ويشتل سوی دئ. د عيني شاهدانو په وينا د ولسمشر پر اوږه هم يوه ډبره لگېدلې چي نژدې وو هغه پر مځکه ولويږي. ولسمشر د دغه بريد وروسته د خپلو امنيتي کسانو له خوا موټر ته بدرگه کړل سو. ويل سوي چي ډبري د پوهنتون د ساحې څخه پر ولسمشر غورځول سوي وې چي د هغه وروسته د ولسمشر د ملاتړو او محصيلينو تر منځ اخ و ډب هم رامنځ ته سوی دئ. پوليسو او څارنوالۍ د دې پيښي په هکله څه نه دي ويلي.