د نژدې ختيځ د سولي خبري پرته د کومي نتيجې پای ته ورسېدې
۱۳۸۶ دی ۴, سهشنبهاعلان
د فلسطنيانو د پلاوي مشر صايب ارکات په بيت المقدس کي دوهمه غونډه کړکېچنه وبلل. نوموړي ددې کار علت د اسرايلو سرسختي وښودی، چي نه غواړي د نړيوالو د غوښتني سره سم په فلسطيني نيول سوو سيمو کي د يهودي هستوګنځيو د جوړولو څخه لاس واخلي. اسرايلو بيا د فلسطين څخه هيله درلوده ، چي وسلوالو ډلوته د حملو اجازه ورنه کړي.