د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په اروپا کي د یوه استخباراتي سازمان د جوړېدو رد
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دېمیزير د اروپايي ټولني د کمیساری هغه پيشنهادونه رد کړي دي ، چي پراساس یې باید د پاریس ترحملو وروسته د اروپا په سطح یو استخباراتي سازمان جوړ سي. ديمیزير په بروکسل کي د کورنیو چارو او عدلیې دوزیرانو د فوق العاده غونډي په جریان کي وویل، چي سړی باید اوس پردې موضوع باندي خپلي قواوي متمرکزي نه کړي. برعکس باید موجوده ادارې یو دبل سره په ښه ډول معلوماتونه شریک کړي.
د يوې کښتۍ ۳۴۷ مسافر ژغورل سوي
بریتانوي عسکرو په یوه فرانسوی کښتی کي چي اور یې اخیستی ؤ، ۳۴۷ انسانان ژغورلي دي. لکه څرنگه چي بریتانوي چارواکو او د کښتیو چلونکي مؤسسې پونانت د پنجشنبه په ورځ خبر ورکړ، د «له بوریال- Le Boréal»په نامه دغه لوکسه کښتی دفایکلینډ په جزیرو کي اور اخیستی ؤ .د کښتۍ ټوله ۳۴۷مسافرین او عمله د امن ځایونو ته انتقال سوي دي.
د شمالي او جنوبي کوریاو تر منځ خبري اتري
شمالي کوریا د جمعې په ورځ جنوبي کوریا ته د خبرو وړاندیز کړی. د پانومجوم په سرحدي کلي کي د کار په سطحه په هغه لیدنه کتنه کي چي د راتلونکي جمعې په ورځ به وي، ددواړو هيوادونو تر منځ د مناسباتو د ښه کیدلو په باب خبري اتري کیږي.په وروستیو میاشتو کي د مناسباتو تر خرابیدو وروسته ، د اگست په میاشت کي دواړو دولتونو موافقه وکړه ، چی د نورو تر څنگ به د مناسباتو د عادي کیدو په خاطر خبرو اترو ته دوام ورکوي.
فرانسې د اروپا د دباندنيو سرحدونو د کنترول غوښتنه کړې
د پاریس تر بریدونو وروسته د فرانسې لوی وزير مانوییل والس په عاجل ډول د اروپايي ټولني دباندنیو سرحدونو د سخت کنټرول غوښتنه وکړه. والس په فرانسه ۲ټلویزوني کانال کي وویل چي که اروپايي ټولنه د خپلو مسؤلیتونو له عهدې راوتلای نه سي، نو د شینگن په ساحه کي د سفر ازادي د تهدید سره مخامخ ده. هغه پر همسایه هيوادو باندي هم ږغ وکړ، چي دخپل مسؤلیت مطابق عمل وکړي.
د روسيې پارلمان له ترهگری سره د مبارزې په اړه مشورې کوي
د پاریس دحملو او مصر د سینا په نیمه جزیره کي د روسۍ مسافر وړونکي طیارې په هکله نن د روسيې پارلمان د ترهگری سره د مبارزې په باب سلأ مشورې کوي. دولسي جرگې یا«دوما»وکیلان او سناتوران غواړي د اضافه امنیتي تدابیرو په باب بحثونه وکړي . په مصر کي د روسۍ مسافر وړونکي الوتکي د سقوط پر وخت ټوله ۲۲۴ مسافرین او عمله ووژل سول.