1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوروز د لومړۍ ورځي په اړه د اوباما پيغام

۱۳۸۹ فروردین ۱, یکشنبه

بارک اوباما د خپل رياست له پيل څخه د دوهم ځل لپاره د دغه ورځي د لمانځني څخه په استفادې سره نه يوازي د سيمي خلکو ته بلکه د سيمي مشرانو په ځانګړې توګه ايران ته هم ويلي چي د ګډ سوليز ژوند لاره ونيسي...

https://p.dw.com/p/MYWC
يوه ايرانۍ مېرمن د په ټلويزيون کي د اوباما خبرو ته غوږ ده
يوه ايرانۍ مېرمن د په ټلويزيون کي د اوباما خبرو ته غوږ دهانځور: AP

نن نوروز دي . د پسرلي پيل، د نوي لمريز هجري کال لومړۍ ورځ. دغه ورځ په افغانستان، ايران، او د منځني آسيا په هيوادونو کي په عننوي توګه لمانځل کيږي.

نه يواځي د سيمي خلک يو بل ته د نوي کال مبارکي وايي ، بلکه د دغو هيوادونو حکومتي مشران هم يو بل ته د مبارکي پيغامونه استوي. د نور روز لمانځني اوس خپل لمن د منځني آسيا څخه پاته نړۍ ته هم پراخه کړي.

د امريکا متحده ايالات جمهور رييس بارک اوباما د خپل رياست له پيل څخه د دوهم ځل لپاره د دغي ورځي د لمانځني څخه په استفادې سره نه يواځي د سيمي خلکو ته بلکه د سيمي مشرانو اوبيا خاصه توګه د امريکا متحده ايالات دښمن حکومت ايران ته هم مخ اړوي ترڅو د نړيوالي ټولني سره د ګډ سوليز ژوندانه لار ونيسي.

په يو ويډويي پيغام کي اوباما د سيمو خلکو ته د نوي کال مبارکي ورکړه:

« نن زه ټولو هغو خلکو ته چي د امريکا په متحده ايالاتو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي نوروز لمانځي د خوښۍ او نيکمرغۍ هيله لرم.

اوباما وويل چي د نوي لمريز هجري کال کي په دغه لمانځنه کي، چي ملګري او کورنۍ موقع پيدا کوي،چي يو له بل سره وګوري، د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کي شيبې تيري کړي، هغه هم غواړي، چي د امريکا د ولس په استازيتوب د سيمي له خلکو سره په دغه خوښي کی شريک سي.

اوباما د امريکا متحده ايالاتو لومړی جمهور رييس دی، چي تير کال يي د نوروز په مناسبت يو پيغام ورکړ. په دغه پيغام کي هغه د لومړي ځل لپاره د ايران اسلامي جمهوريت ته د خبرو اترو وړانديز وکړ. خو یوکال وروسته هم د تهران او واشنګټن تر منځ نه يواځي يوالی رامنځ ته نه سو، بلکه د ايران د اټومي شخړي پر سر د امريکا د متحده ايالاتو او د هغې له متحدينو سره تاو تريخوالی نور هم ډير سو.

اوباما په خپل نني پيغام کي د ايران چارواکي ګرم وګنل، چي د متحده ايالاتو هڅو ته يي په دي يو کال کي پاملرنه ونه کړه. د متحده ايالاتو جمهور رييس وويل، اوس هم ناوخته نه دی او د خبرو اترو دوازه د تهران پر مخ پرانيستې پاته ده:

« يو کال مخکي ما وويل، چي د يوي ښې راتلونکي لپاره انتخاب د ايران د مشرانو په لاس کي دي. نن هم زما دا وړانديز صدق کوي. »

هغه يادونه وکړه، چي د اټومي انرژۍ څخه د يو سوليز مقصد استفاده د ايران حق دی، خو هغه مکلفيتونه، چي په دغي استفادې پوري تړلي دي، هغ د تهران په هکله هسي د تطبيق وړ دي،لکه چي د نړۍ د نورو هيوادونو په برخه کي.

د ايرن غبرګون د پخوا په شان پاته دي. د ايران چارواکي وايي که چيري د متحده ايالاتو جمهور رييس رښتيا هم د ايران خلکو ته د نوروز مبارکي ورکوي او ښيګنه غواړي، نو د ايران پر ضد د بنديزونو د لګولو څخه لاس واخلي.

په داسي حال کي، چي د اوباما د تير کال له پيغام څخه وروسته لږ لږ په دنهاګ کي د متحده ايالاتو او ايراني چارواکو د لومړي ځل لپاره مستقيم سره وغږيدل، خو د تهران او واشنګټن تر منځ د روان تاور تريخوالي په پام کي نيوني سره ګمان نه کيږي، چي د اوباما نوي پيغام به دغه دواړه هيوادونه يو ځل بيا د خبرو اترو ميز نه کښينوي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل