1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نه بېليدونکو نړيوالو بشري حقونو 60 کاليزه

۱۳۸۷ آذر ۲۴, یکشنبه

په 1948 زيږديزکال کي د پنځوسو هيوادونو استازو پر يوې اعلاميې باندي جوړه سره وکړه چي ټول انسانان په يوه شان حق نړۍ ته راغلي دي

https://p.dw.com/p/GFr9
د جرمني په پلازمېنه برلين کي د براندينبرګا يادګاري دروازه
د جرمني په پلازمېنه برلين کي د براندينبرګا يادګاري دروازهانځور: AP

په 1966 زيږديز کال کي په اصطلاح «غبرګونی پاکټ» ورپسي راووت. يو د تابعيت او سياسي حقونو کړنلاره ده. دا اوس 163 هغو هيوادونو ته چي تړون يې لاسليک کړی، مسؤليت ورپه غاړه کوي چي د خپلو اتباعو بشري حقونه تضمين کړي. سره له دې که چيرې اتباع د حقوقو د تر پښو لاندي کولو سره مخامخ کيږي، کولای سي ملګرو ملتونو ته مخه کړي. په زرګونو داډول شکايتونو نه يوازي د بشري حقونو ليد پیاوړی کړی، بلکي د خاصو تړونونو لامل هم وګرځيد. مثالونه يې د ښځو د حقونو تړونونه، د کړاو ضد جرګه او يا د معيوبينو جرګه.

دا بې توپیره ده چي خبره د بيان د آزادۍ اويا د مذهب د آزادۍ پر سر وي: بشري حقونو خپل نوی والی او ټول اړخيز ارزښت له لاسه نه دی ورکړی. د 1990 زيږديز کال د يو شمير اسلامي هيوادونو لخوا ابتکاري « د قاهرې اعلاميه» نشي کولای دا د ځان په ګټه واړوي، ځکه دوی قيد کړې ده چي ټولي آزادۍ او حقونه د شريعت پر بنسټ دي.

نشي کيدای چي مذهب ته کوم برلاسي ورکړل شي، بلکي يوازي منفردي آزادۍ د عملي کيدو اجازه لري.که څوک په دې لړ کي د رواجونو ځانګړتياوي ځپي نو اکثراً غواړي د بشري حقونو په ترپښو لاندي کولوباندي څادر وغوړوی.

رواجونه د جنس په اړه په عربي هيوادونو کي څه ناڅه د ښځو له تبعيض پرته بله مانا نه لري. ځيني آسيايي هيوادونه هم غلط نظر لري چي کله په اقتصادي لحاظ برﺉ لاسته راشي، بشري حقونو ته د يوډول تجمل په سترګه ګوري.دولت بايد دبشري حقونو لپاره تل فعال وي، په هغو سرچينو چې يي لري.

لويديځو هيوادونو بيا د «غبرګوني پاکټ» دوهمه کړنلاره ټولنيزه کړنلاره مخته کړيده. په دې کې ددولت مسؤليتونه د خوراک، ټولنيز امنيت، اوکار د حق په اړه جلا شوی دی. خو د شکايت ځانګړی حق نه دی تضمين شوی. دا د ختيځ ـ لويديځ لانجه ناکاموی. سوسياليستی هيوادونو غوښتل د ټولنيز بشری حقونه لا ښه سمبال کړی، خو لويديځو دې ته ددوهم صنف د بشری حقونو په سترګه کتل.

ددواړو مهمو بشری حقونو د پاکټونو دغه تاريخی نابابروالی اوس سره سم شويدی. که څه هم چې د امريکې متحد ايالتونه، دنمارک، پولنډ او بريتانيا ددې موضوع لپاره لږ تياری ښيي، خو د ملګرو ملتونو سرمشريزه به ورته اکثريت ومومی.

د بشری حقونو اعلاميه شپیته کلنه شوه خو خپل مفهوم يي له لاسه نه دی ورکړی: دا په ټوله نړی کې د سولې او وقار په فضاکې د ژوند کولو لپاره د اجرأ وړ ده.