د نایجیریا په شمال کې بریدونه تر سره سوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبهاعلان
د نایجیریا په شمال کې چیرې چې ډیری مسلمانان اوسیږي، پر عیسویانو باندې د یوه بل برید له کبله لږ تر لږه څلور تنه وژل سوي دي. عیني شاهدان خبر ورکوي چې دغه عبادت کوونکی هغه وخت وویشتل سول، کله چې دوی د مایدوګوري د ښار د یوې کلیسا څخه د راوتلو په حال کی وو.
ویل کیږي چې پر هغوی باندې چاودیدونکي مواد هم اچول سوي دي. مخکې تر هغه د کانو په ښار کي چی هم د دغه هیواد په شمالي برخه کې پروت دئ، په یوه پوهنتون کې یو سخت برید تر سره سو چې پکښي ډېری انسانان ووژل سول.