د ناتو د اکمالاتو پرمخ نن هم لاره بنده ده
۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبهد ناتو تر مشري لاندی د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف لپاره ډير توکي، په خاصه توګه د سون مواد د پاکستان له لاري افغانستان ته رسيږي، خو دغه لاره دري ورځي مخکي وروسته له هغي اسلام آباد وتړله چي د ناټو هوايي ځواک د پاکستان د خاوري په دننه کي پر اورپکو حملي وکړي.
د تورخم د بندر د خيبر په خوا کي يوه چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته د تيلفون له لاري وويل چي نن هم نوموړي اکمالاتي لاره بنده ده :« وضعيت د پخوا په څير دی. د ناتو کتارونه تيريدلای نه شي.»
دغه راز په پښاور کي هم يو لوړ پوړي امنيتي چارواکي د دی خبرې پخلي وکړ چي نن کتارونه دريدلي پاتي دي، خو وويل چي په دی اړه خبري اترې رواني دي تر څو ستونزه سره حل کړه.
د پاکستان د خاروې په دننه کي د ناتو پوځي مداخلي، اسلام آباد ډير په غوصه کړي دي او هغه يي په خپلي خاوري باندي تير ګنلي.
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني له ناتو څخه غوښتي دي چي د خپل دي « عمل په خاطر بښنه وغواړي او رسيدلي مالي او ځاني تاوانونه دي» تلافي کړي.
د پاکستان غوصه هغه وخت زياته شوه چي د د افغانستان له دننی څخه د ناتو د الوتکو په ببماريو کي دری پاکستاني سرتيري ووژل شول.
خو په اسلام آباد کي د حکومت د دی سخت غبرګون سره سره په واشنګتن کي د پاکستان سفير وعده ورکړه چي دغه لاره به بيرته د ناتو د کمالاتو پر مخ پًرانيستله شي. د پاکستان سفير ، حسين حقاني دغه يادونه له امريکايي تلويزني شکبي CNN سره وکړه.
حقاني وويل چي حکومت د سرتيرو د وژل کيدو څخه وروسته د پاکستانيانو د قهر او غوصي د راپاريدو له امله په دی اقدام لاس پوري کړ.
حقاني په خپلو جملو سره دا خبره داسي ياده کړه: « په داسي يو حالت کي که چيري د اکمالاتو ليږدول دوام پيدا کړی وای نو هرمرو امينتي انديښنی ورسره جوختی وی».
د پاکستان د سفير له يادوني څخه مخکي په هغه شپه چی سباته يي جمعه وه نا معلومو وسلوالو کسانو د ناتو په لږ تر لږه 27 لاريو حمله وکړه او هغو ته يي اور واچاوه.». تر اوسه پوري دا معلومه نه دا چي دا حمله د چا له خوا شوي .
همدا راز د پاکستان او افغانستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، ريچارد هولبروک هم پرون وويل چي انتظار کيږي چي له پاکستان سره دغه ستونزه ژر حل شي.
ناتو هم ويلي دي چي د هغه د هوايي حملي په نتيجه کي د پاکستاني سرتيرو وژلو پيښه به تر پلټني لاندي ونيسي، خو دا يي هم په څرګنده توګه کړي چي د د ترهګرو او افراطينو پر ضد د ناتو د څرخي الوتکو بريدونه « د ځان خخه د دفاع» د عمل له مخي سرته رسيدلي دي.
ليکونکی: آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمدولي اڅکزی