د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ د 35 پښتو قاموسونو په خپرولو سره ولمانځل سوه
۱۳۸۶ اسفند ۲, پنجشنبهاعلان
په دې قاموسونو کي داسي قاموسونه پر ليکه سوي دي چي تر اوسه په پښتو ژبه کي نه چاپ سوي وه او نه يي چا فکر کاوه، چي په پښتو ژبه به داسي قاموسونه وي
د قاموسونو ټکی کام د وېب پاڼي د مسؤل احمد ولي اڅکزی په وينا چي ډير ژربه د قرآن کريم پښتو ژباړه او تفسير هم پر ليکه کړي.
د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د کار کونکي احمد ولي اڅکزي په وينا اوس دداسي پښتو لغتونو په راټولو بوخت دی چي په پښتو ژبه کي سته ولي په قاموسونو کي تر اوسه پوري نسته. دهغه په وينا چي تر اوسه پوري يي دغه ډول شپېته زره لغتونه راټول کړي دي او ډير ژر به ددې لغتونو شمېر يونيم لکو ته ورسوي، چي دا به د پښتو لپاره يو ستر خدمت وي.