1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگروملتونو او اروپايي ټولنې د تروريستانو لستونه

۱۳۸۷ فروردین ۲۹, پنجشنبه

په امريکا باندې د 2001 ميلادي کال د سپټمبر د يولسمې نېټې ترتروريستي يرغلونو وروسته، نه يوازې د امريکامتحده ايالتونو، بلکه ملگروملتونواواروپايي ټولنې هم د تروريزم پرضد د مبارزې لپاره، د تروريستانو لستونه جوړکړل.

https://p.dw.com/p/DjcZ
انځور: BilderBox

د اروپايي شورا ځانگړي راپورترډ يک » مارټي « د ملگرو ملتونواواروپايي ټولنې لخوا د جوړوشويولستونوپه هکله خپل راپور تېره اوونۍ اروپايي شوراته وړاندې کړاوپه هغه کې يي پرملگروملتونواواروپايي ټولنې باندې د خپل سرۍ اوبې قانونۍ تورلگولی دی.

هغه څوک، چې نوم يې په دغولستونوکې ليکل شوی، فيصله دی. دا د ډيک » مارټي « د راپوراصلي ټکی دی. د ملگروملتونواواروپايي ټولنې په تورولستونوکې د گماني تروريستانواوټولنونومونه ليکل شويدي:

د څه باندې سلواسلاميستي ټولنواوڅه باندې درې سوه اوپنځوس تنومسلمانانونومونه.


د تروريست بې ځايه گمان او د هغه پايلې
ډيک » مارټي « په خپل راپورکې وايي:» مونږداسې پېښې مستند کړي، چې د خلکونومونه له شپږوکلونو راهيسې په دغولستونوکې ليکل شوي. پردغووگړوباندې د هيڅ شي تور نشي لگول کېدای اوهيڅ شی هم ورباندې ثبوتېدلای نشي.

سره لدې هم تراوسه پورې لا په دغولستونوکې دي، هغه څه، چې د هغوي د ټولنيزمرگ معنی لري. يعنې، هغوي تجريد دي، نورله هيڅ يوې پولې نه نشي تېرېدلای او هرڅه چې يې په ژوند کې جوړکړيدي، له مېنځه تللي. «