د ملګرو ملتونو په وړاندي د سبرينيځا د وګړو دعوا رد سوه
۱۳۸۹ فروردین ۱۱, چهارشنبهد هالنډ په محکمو يا د ملگرو ملتونو د کوم غړي هېواد په محکمو کي نه سي کېدای، چي ملگري ملتونه مجرم وگڼل سي او يا ورڅخه تاوان وغوښتل سي. ملگري ملتونه د نړيوال تړون له مخه مصئونيت لري.
د مور او سبرينيڅا په نامه ټلوالې دعوا،چې د هالنډ حکومت او ملگري ملتونه، د 1995 ميلادي کال د جولای په مياشت کې د 8000 بوزنيايي مسلمانانو په سټونه کې ملامت گڼل شوي وو، له يوه لس کلن تاريخ څخه حکايت کوي.
دعوی له 6کاله سرشته کولو نه وروسته د 2007 ميلادي کال د جولای د مياشتې په 4 ورځ وړاندې شوه. دا هغه ورځ وه چې د بوزنيا صربستان پوځي جنرال او د سبرينيڅا د قتل عام يوه اصلي مسئول زدراوکو توليمير، په هاگ کې د ملگرو ملتونو د جنگي جنايتونو د محکمې په وړاندې ځان په بشپړه توگه سره بې گناه وښود.
په دعوی کې يو ځل بيا ټينگار شوی، چې دا د هالنډ مربوط د ملگرو ملتونو د صلح ساتونکې پوځي قطعې UNPROFOR دنده وه، د ملگرو ملتونو په امنيتي سيمه کې مېشته کسان له مرگ ژوبلې څخه وژغوري.
خو خپله دا وجيبه يې سر ته نه ده رسولې. دوی د د بوزنيا صربستان د پوځيانو لخوا د عالم وژنې او بشري حقونو باندې تېري مخه ونه نيوه، بلکه له سيمې څخه په شا تللي او ميدان يې صربيانو ته ورپرېښود. دعوا د 8000 نرانو د مرگ پړه او مسئوليت پر ملگرو ملتونو او هالنډ باندې وراچوي.
د قاضيانو او قانون پوهانو په نظر، دا د اورپا په تاريخ کې تر ټولو لويه حقوقي دعوا ده، او دا ځکه چې د سبرينيڅا 6000 مېرمنو، کوم چې خپل خپلوان له لاسه ورکړي وو، په دې دعوه کې برخه اخيستې ده. د دې ښځو وکالت يوې نړيوالې ډلې کاوه.
د دعوی له وړاندې کولو څخه يو کال وروسته لومړۍ محکمه پرې دايره شوه. د هالنډ محکمې د 2008 ميلادي کال د جولای د مياشتې په 10 ورځ څرگنده کړه، چې د دې دعوی فيصله د دوی دنده نه ده. علت يې دا وښود، چې ملگري ملتونه د نړيوالو تړون له مخې، په هېڅ کوم خپل غړي هېواد کې نه شي تر محاکمه لاندې نيول کېدلی.
که څه هم د سبرينيڅا پېښه خواشينوونکې ده، مگر مسئوليت يې يواځې او يواځې د بوزنيا صربستان پوځ او د هغه مشر راتکو ميلاديچ ته متوجه دئ، چا چې له کالونو راهيسې ځان پټ کړی دئ. همدا شان د هالنډي عسکرو پر ضد هم دعوی نه شي کېدلی، ځکه هغوی د ملگرو ملتونو تر لاس لاندې دنده سر ته رسوله او ورسره يې ورته مصئونيت درلود.
Dzevad Sabljakovic/ محمد عارف وردګ
کتونکی. زيارمل