1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د مليشې جوړول راتلونکي نسلونه هم د جنګسالارۍ کندي ته اچوي"

۱۳۹۰ فروردین ۸, دوشنبه

د امريکامتحده ايالات پداسي حال کي چي د روان کال په دوبي کي د افغانستان څخه د وتلو پلان لري، د ترهګرۍ په وړاندي مبارزې دپاره د ځايي افغان پوليسوجوړونه د خپلو مهمو ستراتيژيو څخه بولي.

https://p.dw.com/p/RDL0
«پخوانۍ مليشې په افغانستان کي ډير ناوړه نوم لري.»
«پخوانۍ مليشې په افغانستان کي ډير ناوړه نوم لري.»انځور: AP

د افغانستان په بعضي سيمو کي به په نږدې وخت کي افغان ځواکونو ته د امنيت سپارل او د پلان له مخه په ۲۰۱۴ م کال کي دافغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتني ته په کتو سره کوښښ کيږي چي د ځايي پوليسو د جوړيدني په پروسه کي کوټلي ګامونه پورته سي.

امريکا د ځايي پوليسو جوړونه د پوليسو په ليکو کي د افسرانو د کمښت په توګه يادوي. هغه کسان چي غواړي د ملي اردو يا پوليس په ليکو کي شامل سي د طالبانو لخوا تر حملو لاندي نيول کيږي.

خو نيوکه کوونکي بيا ځايي پوليس د هغو مليشو سره پرتله کوي چي، په ۱۹۸۰ کلونو کي د هغه وخت د افغانستان د کمونستي رهبرانو لخوا جوړي سوي وې تر څو ددولت مخالفين پري و ټکول سي ، خو بيا څه موده وروسته همدغه مليشي د دولت مخالفي شوې.

د افغانستان د بشر حقوقود خپلواک کمېسيون وياند نادر نادري وايي چي « موږه نور په افغانستان کي دوستم ته ورته اشخاصوته ضرورت نلرو». جنرال دوستم د قدرت په خاطرپه پرلپسي توګه په خيانت کولو مشهوردی.

د ډيرو په اند د۱۹۹۰ کال په نيمه لسيزوکي د دوستم او هغه ته د ورته اشخاصو د بې رحميو زوراو ظلم او کورنۍ جګړې دي ته لاره هواره کړه چي طالبان قدرت ته ورسيږي.

په لومړي سر کي افغان ولسمشرحامدکرزي په دې اړه تر څه شک وروسته تير کال د اګست په مياشت کي د ځايي پوليسو د جوړيدو پر سر هوکړه کړې وه، چي د کورنيوچارو وزارت په چوکاټ کي به کار کوي، خو ددې پر سر تشويشونه لا پر خپل ځای پاته دي.

«دغه د مليشو دندي وې چي پر ښارونو باندي به يې توغندۍ توغولې.»
«دغه د مليشو دندي وې چي پر ښارونو باندي به يې توغندۍ توغولې.»انځور: AP

د افغانستان د سولي او کړکيچ د مطالعاتو د مرکزريس همت کرزي خبرداري ورکړی که چيري افغان ځايي پوليس په دقيقه توګه تر څارني لاندي ونه نيول سي کيدای سي د ( د فرنکن شټاين، ځانځاني بلا) به ځني جوړه سي.

په افغانستان کي د ناټوجګپوړي ملکي استازي مارک سيدويل د کرزي د هغو انديښنوپه اړه « چي دا ځواکونه به په مليشو تبديل سي» وويل « دا ځواکونه به په دقيقه توګه» تر څارني لاندي وي.

د ناټو ملکي استازي وويل « وسلې ، د کسانو ځانګړني، د ګوتو چاپونه او د سترګو عکسونه به ثبت او راجستر سي، او دوی به ددولتي ځواکونو تر مشرۍ لاندي کار کوي.»

تر اوسه پوري ۴۰۰۰ کسان دې ځواکونو ته ګمارل سوي دي، او په پام کي ده چي ۳۰۰۰۰ کسان به په دې ځواکونو کي شامل سي.

ددې طرحي په اساس به د افغانستان د ۴۲۰ ولسواليو څخه د۱۰۰ ولسواليو هري يوې ته ۳۰۰ نفر واستول سي.

د ناټو لخوادې ځواکونو ته د درو اونيو په موده کي زده کړي ورکول کيږي. د ناټود روزنيز مرکز لخوا کومه چي د افغان ځواکونو د روزني او مجهز کولو دنده په غاړه لري دوی ته وسلې، راديوګاني او پوځي موټران ورکول کيږي.

دوی ته مياشتني معاش چي د ملي پوليسو ۶۰ سلنه جوړوي چي ۱۶۵ يورو دي ورکول کيږي او د پوليسو څخه مختلف يونيفورم لري.

د افغانستان د پاره د ناټو د روزنيز مرکز مشر امريکايي جنرال ويليم کادويل وايي « دا ځواکونه د چا د نيولو اجازه نه لري، دوی يوازي په دفاعي دندو ګمارل سوي او په سيمه ايزه توګه تري ګټه اخيستل کيږي» هغه زياته کړه « موږ ټوپکسالاران نه غواړو».

آژانسونه/ سید رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل