د ملكي تلفاتو له کبله د ولسي جرګې د تړلو ګواښ
۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سهشنبهپه دې لړ كې ولسي جرګې په تيرو دريو ورځو كې د ائتلافي ځواكونو لخوا د ملكي تلفاتو په زياتيدو سره ځانګړې غونډې وكړې او د سختو غبرګونونو په څپو كې يې دولت ته يوه اونۍ ضرب الاجل وټاكه، ترڅو په دغه موده كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قانوني كيدو لپاره يوه طرحه جوړه او ولسي جرګې ته دې وسپاري.
وكيلانو چې په دې اړه يې غصه ناك غبرګونونه څرګند كړي دي او د دې ګواښ هم كړى دى كه چيرې دولت دغه وړانديز خالي وبولي او وړ اجرات ونكړي، نو د ولسي جرګې دروازې به وتړي.
وكيلان په دې هم په غوسه دي چې د ائتلافي ځواكونو مشرانو په داسې حال كې چې د ملي دفاع وزارت او نورو امنيتي ځواكونو له چاروكو سره يې تړون لاسليك كړى دى، چې د عملياتو پر مهال به د كورنيو امنيتي ځواكونو سره په همغږۍ كې عمليات ترسره كوي، خو برخلاف هره ورځ د ملكي بې ګناه او بې دفاع كسانو د مرګ ژوبلې رپوټونه وركول كيږي.
دغه راز د ولسي جرګې يو بل استازي عطاالله لودين چې د ولسي جرګې د وروستۍ پركړې په پلي كيدو يې ټينګار وكړ، ويې ويل، چې ډيركم پيښ شوي دي چې د ائتلافي ځواكونو دعملياتو پر مهال د ملكي تلفاتو نه پرته دښمن ځپلى وي.
څو ځلې د ائتلافي ځواكونو د چارواكو سره خبرې شوې دي، خو بيا هم په خپل سر عملياتونه كوي او د هېواد په كچه يې دا مهال ملت راپارولى او په غوسه كړى دى.
په دې سربېره دغه ځواكونه په خپل سر د افغاني دود او اسلامي فرهنګ په خلاف د خلكو كورونو ته د تلاشۍ په نوم ننوزي او په غلطو راپورونو خلك وژني او څه د ځانه سره د بنديانو په توګه بيايي ،چې په هېڅ صورت سره د زغم وړ نه دي.
جمال كوټوال
کتونکی: يحيی وردک