د معيوبينو په وړاندي پراته خنډونه بايد د مخه ليري سي
۱۳۸۹ آذر ۹, سهشنبهد ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون ته د ژوند په ټولو چارو کي د معيوبو کسانو ګډون يوه مرکزي غوښتنه او هيله ده.
دا که د ټاکلو حق وي، د قانون جوړولو بهير وی، د سهمونو پلانول اويا د ملی مونيتورينګ کړنلاره وي: معيوب کسان بايد د نورو انسانانو په څير په سياسي او ټولنيزو پروسو کي برخه واخيستلای سي.
خو د هغوی په خبره دا په 2010 کال کي هم د منلو نه ده.
په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون د 2006 کال موخه دا ده چي،معيوب کسان بايد د ټولو بشري حقونو او بنسټيزو آزاديو څخه په مکمل اومساوي ډول گټه واخيستلای سي.
دغو موخو ته د رسيدو لپاره بايد ډير هغه خنډونه له مخه ليري سي چي، د ټولنيزي برابرۍ په برخه اخيستنه کي د معيوبو کسانو مخه نیسي.
د آلمان د معيوبينو د شورا مشر ادولفت وايي چي، د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو کنوانسيون اوس د دوی ګډون په ګوته کړی او نور د هرچا په خواهش پوري اړه نه لري.
دا يوه نوې کواليټي ده چي له دولتونو او حکومتونو او ښارواليو څخه دا مسؤلیت واخيستل سو، څو د ريښتينو ګډونوالو لپاره شرايط وټاکل سي.
د المان د معيوبينو د شورا د مشر په خبره په افغانستان کي هم د اوږدو کلونو جګړې ډير معيوبين پرې ايښي دي. موږ هيله من يو چي د ملګرو ملتونو د معيوبينو د حقونو د کنوانسيون پريکړې په افغانستان کي هم عملي سي.
هغه وايي د دوی د پوهي او لياقت څخه بايد د ژوند په بيلابيلو برخو کي ګټه واخيستل سي او دوی ته د ژوندانه په بيلابيلو چارو کي د ګډون امکان برابر سي.
زابينا/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی: نجيب الله زيارمل