د مصر په درو ښارونو کي بېړنی حالت اعلان سوی دئ
۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبهد مصر جمهور رئيس محمد مرسي، تر خونړیو ناکررایو وروسته، چې پکې یو زیات شمیر کسان ووژل شول په درو ښارونو کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. دغه بیړنۍ حالت د پورټ سعید، اسماعلیه او سویز په ښارونو کې اعلان شوی دی. ولسمشر محمد مرسي په خپله یوه تلویزوني بیانیه کې ویلي دي چې دغه اقدامات د تیرې شپې څخه د ۳۰ ورځو له پاره نافذ شوی او په ترڅ کې به يې د شپې له ۹ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې بندیز وي. مرسي د خپلې دغې پریکړې له پاره د تیرو ورځو ناارامۍ په گوته کړي دي. هغه زیاته کړې ده که چیري ملت له گواښ سره مخامخ وي نو هغه باید داسې گامونه پورته کړي. په مصر کې د جمعې له ورځې راهيسي په ناارامیو کې ۵۱ تنه وژل شوي دي. د تاوتریخوالي د پیښو د رامنځته کیدو علت په پورټ سعید کې د المصري د فوټبال د لوبډلې د پلویانو ۲۱ کسانو ته د سزا د حکم د اورلو په تړاو وو. پر دغو کسانو تور وو چې د ۲۰۱۲م کال د فبروري د میاشتې پر اوله نیټه یې تر یوې لوبې وروسته د الاهلي د لوبډلې پر پلویانو برید کړی وو، چې پکښې ۷۴ تنه ووژل شول.